CRI Online

غدار او مکار سوي درې غارونه لري

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07
وايي چه پخوا د فون حوان نومي يو سړی و چه د چي مملکت د صدراعظم تيان ون وابسته و ، يوه ورځ تيان ون ور څخه غوښتنه وکړه چه دده په نمايندګۍ دده سيرۍ ته لاړ شي څو چه د سيرۍ له مزدورانو څخه د پور پيسې تر لاسه کړي . د خوځيدو نه مخکي فون حوان له صدراعظم څخه تپوس وکړچه په اخيستل شويو پيسو ستاسو دپاره څه شيان واخلم ؟ تيان ون ځواب ورکړ چه هغه شي چه زما په کور کي نشته ، وا يي خله . کله چه فون حوان سيرۍ ته ورسيد ، مزدورانوته يي د پور د فسخولو اعلان وکړ او د پور اسناد يي هم ځاي پر ځاي وسوزول . مزدوران د خوشحاليو نه په جامو کي نه ځاييدل او د صدراعِِِظم د عمر د اوږدوالي دعا يي کوله . فون حوان چه خپله دنده يي تر سره کړه ، ژر بيرته پايتخت ته راستون شو . تيان ون دده سره د ملاقات په وخت کي پوښتنه وکړه چه زما دپاره يي څه شيان اخيستي دي ؟ فون حوان ځواب ورکړ چه تاسي مخکي ماته ويلي وو چه هغه شي چه ستا په کور کي نشته ، وا يي خله .نو فکر مي وکړ چه ستا په کور کي هر ډول قيمتي شيان شته دي ، خو عدالت او ادب نشته . ما همدااوس ستاسو دپاره عدالت او ادب اخيستی دی . تيان ون دده د خبرو په اوريدو سره ډير په قهر شو ، خو هيڅ چاره يي نه درلوده . لږه موده وروسته تيان ون ناڅاپه د صارت له وظيفې څخه برطرف شو. کله چه هغه خپلې سيرۍ ته لا نه و رسيدلی ، د ځاي زاړه واړه ښځي او نارينه د لارې په دواړو غاړو ولاړ وو او دده هر کلي يي کاوه . په دي وخت کي تيان ون فون ذوان ته وويل اوس مې هغه عدالت او ادب وليد چن تا زما دپاره اخيستی و. فون حوان په صراحت سره ور ته وويل چه غدار او مکار سوي درې غارونه لري څو چه له مرګ نه ځان وژغوري . نن تاسي يوازي يو غار لري ، نو نشي کولی چه ارام زړه ويده شي ، پرې مي ږده چه ستاسو دپاره نور دوه غارونه وکينم . لږه موده وروسته فون حوان بيا د تيان ون دپاره دوه ستر کارونه تر سره کړيدي. وروسته له دي کيسې څخه يو متل جوړ شو چه وايي غدار او مکار سوي درې غارونه لري . دغه متل د هغو کسانو په باره کي ويل کيږي چه د ځان د پټيدو دپاره څو ځايونه لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای