CRI Online

حتی چرګان او سپی ارام نه دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

دغه متل د مارنيونکی په نامه له مقالې څخه راغلی دی چې د تان په سلسله کې د مشهور اديب ليو ځون يوان لخوا ليکل شوې وه. ليو ځون يوان په سياسی اصلاح کې ګډون وکړ، خو دغه اصلاح ناکامه شوه، نو ليو ځون يوان هم د اوږدې مودې لپاره تبعيد شو. د مار نيونکی په نامه مقاله د يون جو په سيمه کې د ده تبعيد په وخت کې وليکل شوه، په دې مقاله کې ليکل شوی وو چې د يون جو په غرنۍ سيمه کې يو ډول زهرلرونې مار پيدا کيږی، که څوک د مار لخوا وچيچل شی، نو ژر به مړ شی. که دغه ډول مار ونيول او وچی شی، يو ډول درمل به جوړ شی چې د جذام د ناروغۍ د علاج لپاره ډېر ښه اثر لری. د امپراطور ډاکتر د امپراطور د امر سره سم له مار نيونکو څخه غوښتنه وکړه چې دا ډول ماران ونيسی. که څوک دغه ډول مار ونيسی، له مالياتو څخه به معاف وی. نو په يون جون کې زيات کسان د دې زهرجنو مارانو په نيولو لګيا وو. د دوی څخه يو سړی چې جيانګ نوميده، د خپل نيکه او پلار نه د مارانو په نيولو بوخت و، خو پلار او نيکه يی د ځهرتجربی درلودې. سره له دې چې هغه څو واره د مار د چيچلو په اثر له مرګ څخه ځان خلاص کړی و، خو لا هم په دې کسب لګيا و او ويی ويل چې د ده ګاونډيان له دې امله چې د شلګونو کلونو راهيسی د درندې مالياتو په غاړه خپل کورونه پريښودل او نورو ځايونو ته وتښتېدل، يوازی هغه لا هم په خپل اجدادی ځای کې پاتی دی، د دې مقالې په پای کې ليکل شوی چې بی رحمه مامورين کليو ته ورسيدل، په هر ځای کې ښکنځا کوی او چيغی وهی، نو يوازی دا چې کليوال په چيغو چيغو ژاړی، حتی چرګان او سپی هم ناارام دی. دغه متل چې حتی چرګان او سپی هم ارام نه دی، له دې مقالې څخه راغلی دی او عمومأ هغه حالت تعريفوی چې ټولنيز امنيت او د خلکو ژوند تر سختې ګډوډۍ لاندی وی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای