CRI Online

يوه ډوډۍ تر زرو منو سرو زرو ګران ده

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

دوه زره کاله دمخه د چين د هان په امپراطوری سلسله کې يو ستر جنرال و چې هن شين نوميده، هغه د هان امپراطوری حکومت د جوړېدو لپاره ستره کارنامه سر ته ورسوله، مګر هغه د زلميتوب په وخت کې ډېر غريب و او له ماموريت يا سوداګرۍ څخه هم عاجز و، نو کله کله يې پکر کاوه او هرکله د لوږی له کبله خپه او تر ټلې ښکاريدې. هغه څو څو ځله د خپل کلي له خان څخه ډوډۍ وغوښتلې، مګر د خان ښځه له هغه سره سوړ چلند وکړ، په دې وجه هن شين ډېر په قهر شو او وروسته له دې نه د خان کور ته ور نه غی. ور پسی هن شين له لوږی څخه د ځان خلاصولو لپاره به يې کبان نيول، خو له دې لارې يی هم خپله ګيډه نشوای مړلولی. د هغه سيند په غاړه کې چې هن شين پکې مايان نيول، زياتو أبۍ ګانو کالی مينځل، يوې أبۍ وليدله چې هن شين هميشه له لوږی څخه ځوريده، نو کله کله يې هغه ته خوراکونه ورکول، هن شين ډېر متاثر شو او فکر يې وکړ چې أبۍ هره ورځ د کپ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره کالی مينځی، مګر هم زما سره مرسته کوی. نو أبۍ ته يې وويل چې ډوډۍ او احسان به تل زمان په ياد وي، که وروسته عالی مقام ته ورسېږم يا بډای شم، هرومرو به ستا د احسان د اداينې کوښښ وکړم. أبۍ چې دغه خبره واورېدله، په قهر اواز يې ور ته وويل که يو سړی ځان هم نشی مړه ولای، نو خوشی خبره څه ګټه لری؟ زه چې ستا په حال تر حم کوم، نو ډوډۍ درکوم، مطلب مې دا نه دی چې وروسته ستا څخه کومه ګټه واخلم. لږه موده وروسته هن شين د يوه ستر جنرال په توګه د جنګ په ميدان کې د ډېرې کارنامې قايمې کړې او په پای کې يې د يوې سيمې مشر شو. يوه ورځ هن شين خپل پلرنی ځای ته نژدی ښار ته ورسېد او د هغې أبۍ احسان يې په ياد و، نو بزګرانو ته يې فوری امر ورکړ چې ښه ښه خوراکونه سره له ډېرو سرو زرو دې هغې أبۍ ته وروسپاری. دغه راز يې د کلی خان هم يوازی سل روپي ورکړې او ور ته يې وويل ته خو يو کوچنی او ناچيز سړی يې او خپل رحمت ته يې دوام نشوای کولی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای