CRI Online

له هر راز خودخواهۍ نهځان خلاصوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

وايي چه پنځه سوه کاله د ميلاد نه مخکي د چين په لرغوني زمانه کي د جين ملک پاچا له وزير چي هوانګ يانګ څخه پوښتنه وکړه چه اوس په نان يانګ کي ولسوال نشته ، ستا په نظر څوک ددې وظيفې په غاړه اخيستی شی ؟ وزير ځواب ورکړ چه شيې هو مناسب دی . پاچا چه دده ځواب واوريد ، ډير حيران شو او بيا يي ترې تپوس وکړ چه شيې هو ستا دښمن دی ، ولي ته هغه سفارش کوي ؟ وزير پاچا ته بيا ځواب ورکړ چه تاسي يوازي له ما څخه دا تپوس وکړ چه چو: د نان يانګ د ولسوال دنده په غاړه اخيستی شی او پوښتنه مو و نه کړه چه څوک زما دښمن دی . ورپيسې فيې هو د نان يانګ د ولسوال په حيث مقرر شو او د خپل ماموريت په موده کي يي يو لړ غيرمعقول قوانين او مقررات لغوه ، زياتې أبياري پروژې يي بشپړې او شاړې زمکې يي استخراج کړي وې چه دده په کوشش او زيار نان يانګ أباد او سمسور شوي او د خلکو ژوند يي هم ښه شوي و . نو شيې هو د محلي خلکو لخوا ډير وستايل شو . لږه موده وروسته پاچا بيا وزير چي هوانګ يانګ ته وويل چه اوس په پايتخت کي يو قاضی په کار دی . څوک دغه چوکۍ نيولی شي ؟ چي هوانګ يانګ سمدستي ځواب ورکړ چه چي وو مناسب دی . پاچا چه دده خبره واوريده ، په حيرت کي ولويد او بيا يي پوښتنه وکړه چه چي وو ستا زوی نه دی ؟ وزير ځواب ورکړ چه رښتيا ده چه چي وو زما زوي دی ، خو تاسي يوازي له ما څخه دا تپوس وکړ چه څوک د قاضي د وظيفې وړ دی . که څه هم چي وو زما زوی دی ، خو پوه شوم چه هغه د قاضي دنده ښه تر سره کولی شي . نو هغه سفارش کوم . پاچا دده سفارش ومانه او دده زوي يي د قاضي په توګه وټاکه .کله چه چي وو خپلې وظيفې ته ورسيد ، هم د خلکو دپاره يي ډير ګټور کارونه کړي او د خلکو په منځ کيي يي ډير لوړ حيثيت تر لاسه کړ . د قديمي چين مشهور استاذ کنفوسيوس دغه ده کيسې واوريدلې ، په ستايني سره يي وويل چه چي هوانګ يانګ د عقل او استعداد سره سم د نورو سفارش کوي ، هغه بالکل د خواخوهۍ نه ځان خلاص کړي او د بي الايشه صفت خاوند دی ، نن ورځ چه خلک چا ته بي الايشه سړي وايي ، معني يي دا ده چه هغه په يوه زړه د نورو دپاره خدمت کوي او هيڅ شخصي فرض نه لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای