CRI Online

يوه ډوډۍ تر زرو منو سرو زرو ګرانه ده

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

ددې متل په باب قصه دا ده چه دوهزره کاله دمخه د چين د هان په امپراطوري دوره کي يو ستر جنرال و چه هن شين نوميده ، هغه د هان د امپراطوري حکومت د جوړولو دپاره سترې کارنامې قايمې کړې ، مګر هغه د زلميتوب په وخت کي ډير غريب و او له ماموريت يا سوداګرۍ څخه هم عاجز نه و ، نو کله کله يي پکر کاوه او هر کله د لوږې له کبله خپه او ترټلی ښکاريدې . هغه څو څو ځله د خپل کلي له خان څخه ډو ډۍ وغوښتلې ، مګر د خان ښځې له هغه سره سوړ چلند وکړ ، په دي وجه هن شين ډير په قهر شو او وروسته له دي نه د خان کور ته ور نه غی ، ورپسې هان شين د لوږۍ څخه د ځان خلاصولو دپاره به ييکبان نيول ، خو له دي لارې يي هم خپله ګيډه نشواي مړولي . د هغه سيند په غاړه کي چه هن شين پکي کبان نيول ، زياتو ابۍ ګانو کالي مينځل ، يوې ابۍ وليدله چه هن شين هميشه له لوږۍ څخه ځوريده ، نو کله کله يي هغه ته خوراکونه ورکول . هن شين ډير متاثر شو او فکر يي وکړ چه ابۍ هره ورځ د کپ ډوډۍ د پيدا کولو دپاره کالي مينځي ، مګر هم زما سره مرسته کوي ، نو ابۍ ته يي وويل چه ډوډۍ او احسان به تل زما په ياد وي ، که وروسته عالي مقام ته ورسيږم ، يا بډاي شم ، هرومرو به ستا د احسان د اداينې کوشش وکړم . ابۍ چه دغه خبره واوريدله ، په قهرجنه أواز يي ور ته وويل که يو سړی ځان هم نشی مړ ولای ، نو خوشي خبره څهګټه لري ؟ زه چه ستا پهحإل ترحم کوم ، نو ډوډۍ درکوم ، مطلب می دا نه دی چه وروسته ستا څخه کومه ګټه واخلم . لږه موده وروسته هن شين د يوه ستر جنرال په توګه د جنګ په ميدان کي ډيرې کارنامې قايمې کړې او په پاي کي يي د يوې سيمې مشر شو ، يوه ورځ هغه خپل پلرني ځاي ته نژدي يو ښار ته ورسيد او د هغه ابۍ احسان يي په ياد و ، نو نوکرانو ته يي فوري امر ورکړ چه ښه ښه خوراکونه سره له ډيرو سرو زرو دي هغې ابۍ ته وروسپارې ، دغه راز يي د کلي خان ته يوازي سل روپۍ ورکړې او ور ته يي وويل چه ته خو يو کوچنی او ناچيز سړي يي او خپل رحمت ته يي دوام نشواي کولی . دغه متل چه وايي يوه ډوډۍ تر زرو منو سرو زرو ګرانه ده ، دا معني لري چه د بي وزلي خلکو دپاره جزيي کومک هم ډير ارزښت لري . هغه خلک چه د بي وزليتوب په وخت کي يي د نورو څخه حتی جزيي کومک حاصل کړي وي ، ښايي چه هر کله يي په ياد وي او د نمک حرامۍ ثبوت ور نه کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای