CRI Online

زخمی شوی مرغه د ليندی له غږ نه هم ويريږی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

دوره نيم زره کاله دمخه په چين کې شپږ وړوکي هېوادونه تيار وو چې په ګډه سره د لوی هېواد چينګ سره مقابله وکړی. د مشترکی مقابلې نه مخکی د جاو ملک ځانګړی استازی وی جه د پوځی ټولنې د جوړولو لپاره د چو ملک ته لاړ او د چو ملک له صدر اعظم هوان سيی سره د کتنې په وخت کې تپوس وکړ چې تاسی لوی جنرال ټاکلی دی که نه؟ هوان سيی ځواب ورکړ چې موږ غواړو چې لين وو د لوی جنرال په توګه وټاکو. وی جه هېڅ و نه ويل، خو په زړه کې يې فکر وکړ چې لين وو د چينګ سره د جنګ په وخت کې شکست وخوړ، څنګه د لوی جنرال په توګه ټاکل کېږی؟ بيا يی هوان سيی ته يوه کيسه وکړه چې پخوا د وی په ملک کې يو ښکارچی و چې ګن لای نوميده، د غشی په ويشتلو ډېر تکړه و. يوه ورځ هغه د پاچا سره د ښکار لپاره دباندی لاړ او يوه ډله صحرايی قازان يې په اسمان کې وليدل. نو ګن لا يی پاچا ته وويل چې ګوری، زه بی د غشی نه غواړی ليندی کشو، نو قاز به راولويږی. پاچا د ده په خبرې عقيده نه درلوده. په دې وخت کې يوه ډله قازان له ختيځ نه والوتل، ګن لای خپله ليندی کش کړه، رښتيا يو قاز له اسمان نه ولويد. پاچا ډېر حيران شو او تپوس يې وکړ ولی بی د غشی نه قاز هم ولويده؟ ګن لای وويل چې دا يو ټپی شوی قاز دی ځکه چې په ټيټه فضا کې ورو والوت او چيغه يې هم غمجينه ده. نو پوه شوم چې دغه قاز سخت ټپی شوی او ډېر وارخطا دی. داسی قاز که د ليندی د کشولو غږ واوری، د وارخطايی له امله لوړی فضا ته الوزی. هر څومره چې قاز لوړ والوزی، د زخم درد يې زياتېږی. په پای کې په ځمکه لويږی. اوس لين وو هم د هغه قاز غوندی دی چې د چينګ لخوا ټپی شوی. نو لطفأ تاسی د لوی جنرال د ټاکلو په باب بيا فکر وکړی. وروسته خلکو د دې کيسې څخه يو متل جوړ کړ چې وايی زخمی شوی مرغه د ليندی له غږ څخه هم ويريږی. دغه متل د هغو کسانو لپاره استعماليږی چې په ويره او وارخطايی کې لويدلی وی، ډېر بزدل او بی غيرته دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای