CRI Online

په ظاهره قوی او په باطن ضعيف

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

وايی چې اوه سوه کاله د ميلاد نه مخکی د جنګ او جينګ د دوو ملکونو ترمنځ جګړه وشوه . د جنګ پاچا په جګړه کی شکست وخوړ ، نو ډير په قهر شو ، خو د خپلې ماتی په علت هېڅ نه پوه شو . يوه ورځ يوه مامور پاچا ته وويل چې د ماتی خوړلو علت مو دا دی چې زمونږ أسان ضعيف دي . که تاسی د دغه أس په سپرلی جنګ وکړۍ ، خامخا شکست وخورۍ . که غواړئ دښمن ته ماتی ورکړئ بايد أسان مو تبديل کړئ . پاچا سمدستی د ده پيشنهاد ومانه او له نورو ملکونو څخه يی يو شمير تکړه أسان واخيستل . کله چې د جنګ پاچا دغه تکړه او قوی أسان وليدل ، ډير خوشحاله شو . هغه په داسی حال کی چې د يوه أس په سپرلی دوه واره د ميدان په شاوخوا وګرزيد ، خپلو جنرالانوته يی وويل چې ستاسو په نظر دغه أس ښه دی که نه ؟ جنرالانو په يوه اواز ځواب ورکړ چې ډير ښه دي . پاچا ډير خوشحاله شو . مګر وزير چينګ جنګ د ده مخی ته ورغی او ويی ويل چې مونږ بايد د خپل هېواد د أسونو په ذريعه له دښمن سره وجنګيږو . ځکه چې زمونږ أسونه په لاره ښه پيژنی او د خپل خاوند د هدايت سره سم حرکت کوی . که مونږ د خارجی أسونو څخه په استفادې سره جنګ وکړو ، کله چې ناڅاپه پيښه راپيدا شی ، د دغو أسونو ساه به لنډ شی او خپل طاقت به يی له لاسه ورکړی شی ځکه چې دا أسان په ظاهره ډير قوی دي خو په باطن ډير ضعيف . هغه وخت به تاسی ته ډير زيات مشکلات او تکليفونه پيدا شی . چې نه به مخکی تلی شی نه به شا ته . پاچا د وزير چينګ جنګ پيشنهاد ونه مانه او وروسته د چينګ له فوځونو سره د جګړې په ترڅ کی يی لاهم خارجی أسان استعمال کړل او يسو وار بيا يی شکست وخوړ . دغه متل منفی معنی لری لکه پښتو متل دی چې وايی بام يی لوړ او کور يی ډنګر .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای