CRI Online

نيت يې جنوب ته، خو طرف يې شمال

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

وايی چې دوه زره دری سوه کاله دمخه په چين کې اووه کوچني ملکونه موجود وو او يو له بل سره يې جګړې کولې څو چې نور هېوادونه له ځان سره الحاق کړی. له دغو ملکونو څخه د وی ملک پاچا تياره و چې لومړی د جاو ملک په پلازمېنه هن دان باندی بريد وکړي څو چې د جاو ملک له نيولو وروسته نور هېوادونه له ستونې نه تېر کړي. د وی پاچا يو وزير چې جی ليان نوميده، دغه خبر واورېد، سمدلاسه له بهر نه بېرته خپل هېواد ته راستون شو او فورأ له پاچا سره د کتنې لپاره پادشاهی ماڼۍ ته لاړ. کله چې هغه ماڼۍ ته ننوت، و يې ليدل چې پاچا په جاو باندی د بريد پلان په طرحولو بوخت و. پاچا له وزير جی ليان نه تپوس وکړ: څه کار لری چې په تلوار سره شاهی ماڼۍ ته ننوتی؟ جی ليان ځواب ورکړ چې په لاره کې يو عجيب کار وليد او و می غوښتل چې دغه کار تاسو ته خبر درکړم. څه کار دی؟ پاچا بيا پوښتنه وکړه، جی ليان وويل همدا اوس می يوه ګاډی وليدله چې شمال ته حرکت کوی، ما له سپرلي څخه تپوس وکړ چې چيری ځی؟ هغه وويل چې د چو ملک ته ځو. ما په حيرانتيا سره بيا پوښتنه وکړه چې چو ملک په جنوب کې دی، ولی تاسی شمال ته ځی؟ سپرلي په بی پروايی ځواب راکړ چې أس مو ډېر تکړه دی، يقين يو چې څو ملک ته رسېدای شو. ما ور ته وويل که څه هم ستاسی أس ښه جنس أس دی، خو طرف مو غلط دی. سپرلي وويل پروا نه لری چې ډېرې پيسې لرو. ور ته مې بيا وويل سره له دې چې تاسی زياتې پيسې لری، خو د تګ لارې طرف مو غلط دی. هغه په خندا وويل زمونږ ګاډی والا ډېر تجربه کار دی. نو دوی زما نصيحت و نه مانه او په مداومه توګه شمال ته لاړل. وزير جی ليان پاچا ته وويل زمونږ ملک له جاو نه لوی دی او عسکر مو هم زيات دی. نو تاسی غواړی په جاو باندی تيری وکړی څو چې نور هېوادونه الحاق کړی. زما په نظر تاسی د هغه سپرلۍ په شان ياست چې نيت يې جنوب ته خو طرف يې شمال. نو ستاسی هدف هم نشی تر سره کېدای. د وی پاچا د ده نصيحت ومانه او په جاو باندی له بريد څخه لاس واخيست. دغه متل هغه وضع اخلاق کوی چې واقعی عمل له ټاکلی هدف سره مخالف دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای