CRI Online

زوړ أس لاره پيژنی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

په نړۍ کی زيات څارويان لاره پېژنی . يو چينی متل دی چې وايی زوړ أس لاره پيژنی .

دوه زره کاله مخکی په چين کی د چی په نامه د يوه کوچنی ملک پاچا په يوه بل کوچنی ملک شان ژونګ باندی حمله وکړه او د شان ژونګ پاچا شکست وخوړ او وتښتيده . په هغه وخت کی د پسرلی موسم و او د چی عسکر خپل مارش ته دوام ورکړ . دوی دغرونو او سيندونو څخه په تيريدو سره د شان ژونګ عسکرو پسی لاړل او په پای کی يی هغه هېواد پوره اشغال کړ . کله چې ژمی راغی او باد شپيلک واهه . دوی بيرته خپل وطن ته روان و په لاره کی د ونو پاڼی تويی شوی د ګلانو څخه وچ ډنډر پاتی و ، په سيندونو کی اوبه کنګل شوی او په دښتو کی شګی د سخت باد په اثر هوا ته جګی شوی نو عسکرو لاره غلطه کړه . دوی مجبورأ ځای په ځای ودريدل او ويی غوښتل چې د باد د ختميدو نه وروسته بيا خپل مارش ته دوام ور کړي . خو په هغه شپه کی سختی واورې واريدلې او لارې او کندې په واورو پټی شوې خو څرنګه چې واورې څو ورځې دوام درلود . نو دوی په دی ويره کی و چې په دی ځای کی به د يخنی او لوږی په اثر مړه شی . د چی پاچا ډير خفه شو . صدراعظم که څه هم ډير هوښيار و ، خو هغه هم خپه شو او د نغامی کمپ په شاوخوا کی دی خوا ها خوا وګرزيد . ناڅا په هغه وليدل چې څو زاړه أسان په باد کی ولاړ دي نو په زړه کی يی ښه چاره راپيدا کړه او فورأ يی پاچا ته وويل چې سابقه دار أسان لاره پيژنی . که چيری عغسکران د أسونو پسی لاړ شی نو لاره به پيدا کړی شی . پاچا د ده پيشنيهاد ومانه او سمدستی يی تکړه أسان وټاکل او د چی عسکر د دغو اسانو په تعقيب حرکت

وکړ . دغو زړو اسانو نه يوازی په جګړو کی زياتی کرنامی قايمی کړی بلکې د خپلو عسکرو لپاره يی لاره هم پيدا کړه . بالاخره د چی عسکر روغ رمت خپل وطن ته ورسيدل . دا چينی متل چې وايی سابقه دار أسان لاره پيژنی ، خلک يی ډير استعمالوی او هغه کسان اطلاق کوی چې تجربه کار دی او په کارونو کی د لارښونې رول لوبولی شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای