CRI Online

په أس سپور او ګلان تماشا کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:07

ددې متل قصه دا ده چه دوولس سوه کاله دمخه د چين دتان په امپراطوري دوره کي يو مشهور شاعر چه من جياو نوميده، په غرني کورني کي زيږيدلی و ، خو له کوچنيتوب څخه يي په زده کړه کي ډير کوشش وکړ،مګر له ځوانتوب نه تر پاخه سن پوري له سلطنتي أزموينوڅخه ناکام پاتی شو او د نورو لخوا مسخره شو . که څه هم هغه ډير غريب و او حتی يي د خپلو کورنيو غړو ژوند هم نشواي تامينولی ، خو و يي نه غوښتل چه د عالي رتبه وو مامورينو د چاپلوسي له لاري د ماموريت چوکۍ لاس ته راوړي ،کله چه هغه په دريم سلطنتي امتحان کي کامياب شو ، عمر يي شپږ څلويښتو کالو ته ورسيد . د شلګونو کلونو د کوششونو له برکته من جياو بالاخره خپله د زړه أرزو تر سره کړه او په داسي حإل کي چه نوي لباس يي اغوستی او په جګ أس سپور و ، د پايتخت چان ان ښار د ښکلي منظرو سيل يي وکړ او د ډيرې خوشحالۍ له امله يي يو مشهور شعر وليکه . ددې شعر اخري بيت دا دی _ د پسرلي د ليمو وږمې کي په غښتلي أس سپور يم ، د پايتخت ټول ګلان مي په يوه ورځ تماشا کړی . ددي متل په باب يوه بله قصه دا ده چه پخوا يو شل هلک چه ګوي ليان نوميده ، و يي غوښتل چه يوه ښکلي جني په نکاح کړي ، نو ريباري ته لاړ او ور ته يي خپله غوښتنه وړاندي کړه . لږه موده وروسته ريباري هلک ته يوه جني چه يي چين نوميده او پوزې يي نقص درلود ، معرفي کړه ، خو ريباري خلک او نجلۍ ته يوازي د بل ښيګني ويلي ، نه جسمي عيب ، د ملاقات په وخت کي ريباري هلک ته خبر ورکړ چه دأس په سرلي د نجلۍ د کور په وړاندي نجلۍ وګوري ، ورپسي يي نجلۍ ته وويل کله هلک راشي ، د دروازې په وړاندي ولاړه وي ، خو په داسي حإل کي چه په لاس ګلان ونيسي ، خپله پوزه بنده کړي . د ملاقات نه وروسته هلک او نجلۍ يو د بل نه راضي وو . مګر د واده په ورځ کي دوي سره مخامخ شول ، د بل اصلي بڼه يي وکتله او په دي نستب يي وخندل چه د بل عيب يي ندي ليدلی ، وروسته دغه ولچسپه قصه خپريده . دغه متل چه په أس سپور او ګلان تماشا کوي ، دا مانا لري چه يوازي سرسري پديده ګوري ، نه اصلي څيره .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای