CRI Online

چرګ اذان کوي او سپی غلا کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:06

په لرغوني زمانه کي په چين کي څووړوکي ملکونه پراته وو چه د چي نوميد ملک صدراعظم چه تيان ون نوميده ،ډير شهرت يي درلود او دده په کور کي به څو زرهتنه مشاورين ساتل کيدل. يوه ورځ د چينګ نومي د ملک پاچا تيان ون ته د خپل هيواد پايخت ته د سفر بلنه ورکړه ، د چينګ پاچا دا نيت درلود چه تيان ون د خپل هيواد د صدراعظم په حيث مقرر کړي ، خو مخالفينو يي وويل چه تيان ون د چي اشراف دی ، البته يي و نه غوښتل چه دچينګ خدمت وکړي . نو دوي پاچا ته پيشنهاد وکړ چه تيان ون ووژني . ددې خبر په اوريدو سره تيان ون ډير بي قراره شو او د چينګ د پاچا له محبوبي يين جي څخه يي غوښتنه وکړه چه دده سره مرسته وکړي . د پاچا محبوبې له تيان ون څخه د کيدړې د پوستکو لخوا د ګڼدل شوي لباس د لاس ته راوړلو غوښتنه وکړه ، مګر تيان ون داسي يو لباس مخکي د چينګ پاچا ته د تحفې په توګه ورکړي و . په دي وخت کي دتيان ون د سفر له ملګرو څخه يو تن د سپي په شان تجربه کار غل و . هغه د شپې په تياره کي د چينګ شاهي ماڼۍ ته داخل شو او هغه لباس چه پخوا د چينګ پاچا ته ورکړ شوی و ، غلا يي کړ او سمدستي يي د چينګ د پاچا محبوبې يين جې ته ورکړ . ور پسې د يين جې د غوښتني سره سم تيان ون خوشي شو ، تيان ون پيشبيني وکړه چه دچينګ پاچا به پيښيماني وکړي ، نو سمدستي له چينګ څخه وتښتيده ، څو چه د هان چو درې ته دتښتيده ، نيمه شپه وه او د مقرراتو لمخې هر سهار د چرګ د اذان نه وروسته په دره کي د برج دروازه خلاصيږي ، په دي وخت کي د تيان ون يو بل ملګري د چرګ د اذان په تقليد څو کړتې وکړې چه په نتيجه کي د شاوخوا کليو چرګانو هم اذان وکړ ، د درې ساتونکو ګمان کاوه چه سپيدي چاوديلې دي ، نو دروازه يي خلاصه کړه چه په دي توګه تيان ون په روغ رمټ له دي درې نه تير کړ او دي درې ته د چينګ د تعقيب کوونکو عسکرو د رسيدو نه مخکي تيان ون له پولو څخه ليري وتلي و ، دغه کيسه چه وايي چرګ اذان کوي او سپي غلا کوي ، منفي مانا لري او د هغو کسانو تشبيه کوي چه هيڅ واقعي استعداد نه لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای