CRI Online

ګل کوي، خو مېوه نه نيسی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

دغه متل چې ګل کوي، خو مېوه نه نيسی، هغه شيان او کسان تشبيه کوي چې ظاهر يې ښکلی دی، خو باطن يې ښه نه دی. وايی چې دوه زره کاله دمخه د جين ملک يو لوړ پوړی چارواکی چې يانګ چو فو نوميده، د استازي په توګه د وی ملک ته وروليږل شو او خپل وطن ته د ستنېدو په لاره کې په يوه وړوکي هوټل کې اوسيده، د هوټل خاوند چې نينګ ينګ نوميده، وليدل چې د ده ونه جګه او صورت يی ښکلی دی، نو ډېر احترام يې وکړ او خپلې ښځې ته يې په ټيټ اواز وويل چې لا پخوا مې خيال درلود چې د داسی بااخلاقه او پوه شخصيت پيروی وکړم، خو د زياتو کلونو راهيسی مې داسی کسان نه دي پيدا کړي، نن له يانګ چو فو سره مخامخ شوم، غواړم چې ور سره لاړ شم. د هوټل خاوند د يانګ چو فو له موافقې وروسته له خپلې ښځې سره خدايی پامانی وکړه او له يانګ چو فو سره لاړ. په لاره کې دواړو د هر شي په باره کې خبرې وکړې، کله چې د بلې ولسوالۍ پولې ته ورسيدل، نينګ ينګ ناڅاپه خپل خيال بدل کړ او له يانګ چو څخه جلا شو. د ده ښځې وليدل چې مېړه يې ناڅاپه بېرته راغې، ډېره حيرانه شوه او پوښتنه يې وکړه چې ولی بېرته راغلی او له يانګ چو فو سره ولاړ نشوی؟ مه خپه کېږی چې د کور درندې دندې زما په غاړه دي. نينګ ين ځواب ورکړ چې د هغه صورت ډېر ښايسته دی او ګمان مې کاوه چې هغه يو د اعتماد وړ سړی دی، خو کله چې مې د ده خبرې واورېدې، ور څخه مې ډېره کرکه پيدا شوه او انديښمن يم چې که ور سره لاړ شم، ښه تعليم به لاس ته رانه وړم، برعکس به له مصيبت سره مخامخ شم، نو خپل خيال ته مې بدلون ورکړ او بېرتته کور ته راغلم. د نينګ ينګ په زړه کې يانګ چو فو داسی کس دی چې ظاهري صورت يې ښايسته او ښکلی دی،خو په اصل کې هېڅ پوهه نه لری، نو ځکه د هوټل خاوند په مصمم ډول ور څخه جلا شو. ور پسی له دې کسيې نه يو متل جوړ شو چې وايی صورت يې ښايسته دی، خو باطن يې تش دی. دغه متل هغه مقاله تشبيه کوي چې الفاظ يې ډېر ښکلی دی، خو له حقيقت سره سمون نه خوری، دغه راز هغه کسان هم تشبيه کوي چې ظاهر پوه دی، خو په اصل کې هېڅ پوه نه لری.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای