CRI Online

ځالی چپه کېږی، هګی به ماتی شي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

د هان په سلسله کې څا څاو د حکومت واګی په لاس کې نيولی او حتی د هان پاچا او ملک زاده ګان هم د ده تر کنترول لاندی وو. يو وار څا څاو وغوښتل چې د زياتو فوجونو په استولو سره د شو او وو پر ملکونو بريد وکړی. يو چارواکي چې کون رونګ نوميده، د څا څاو له پوځی عملياتو سره مخالفت وکړ او څا څاو ته يې مخلصا ته نصيحت ورکړ چې د ده د بريد کولو نيت پريږی. خو څا څاو د ده نصيحت و نه مانه. لکون يون د څا څاو تر شا د ګيلې او نارضايتی خبرې وکړې. يو بل چارواکي چې شی ليون نوميده، دا خبرې واورېدلې، ځکه چې هغه له کون يون سره دښمنی درلوده، نو په مبالغه اميزه او لمسوونکی لهجه يې څا څاو ته وويل چې کون يون تل تاسو ته په سپکه سترګه ګوری. څا څاو ډېر په قهر شو او سمدلاسه يې امر ورکړ چې کون يون او د ده د کور ټول غړي دې ووژل شي. کله چې کون يون ونيول شو، د کور ټول غړي يې ډېر پريشان شول. يوازی د ده دوه ماشومان چې عمر يې له لسو کالو نه کم و، لا هم په لوبې بوخت وو او له سترګو نه يې هېڅ تشويش او ويره نه ښکاريده. د کور غړيو دا ګمان کاوه چې دواړه واړه دي، په خطرناکې وضعې نه پوهېږی. نو دوی ته يې وويل ژر وتښتی. کون يون هم د څا څاو د امر اجراکوونکو ته التماس وکړ چې سزا ما تهرا کړه. لطفأ ماشومان وبخښي. ناڅاپه دواړو ماشومانو په ارام زړه وويل چې پلاره، التماس څه ضرورت نشه ځکه چې دوی موږ بخښيدای شی. ښايی چې تاسی اورېدلی وی چې ځالی ولويږی، هګی به ماتی شی. دواړه وروڼه په جرات او بی کراره سره له پلار سره يو ځای مقتل ته بوتلل شول او په اخر کې ووژل شول. دغه متل چې وايی ځالی لويږی، هګی به ماتی شی. دا مفهوم لری چې جز د کل تابع دی او هر کله چې وجود لهمنځه ولاړ شی، نو غړی هم نه ساتل کيږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای