CRI Online

له شا خوا غشی پری ولی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

وايی چې اوه سوه دولس کاله د ميلاد نه دمخه د جنګ مملکت پاچا وغوښتل چې د شو په ملک باندی حمله وکړي . نو د شاهی مانۍ په وړاندی يی د خپلو عسکرو سلام ومانه او هغه يی وکتل په دی وخت کی يو سپين زيری جنرال چې ينګ کاو شو نوميده . د قوماندانۍ د يوی جنګی ګاډی د لاس ته راوړلو لپاره له يوه ځوان جنرال ګونګ سون سره کشمکش وکړ . جنرال ينګ د ځوان جنرال د تکبر سره سره ژرژر د جنګی ګاډی سره لاړ . زلمی جنرال ګونګ سون په داسی حال کی چې نيزه يی په لاس کی وه ، د جنرال ينګ تعقيب کړ او ويی غوښتل چې ور ته سخته ښکنځا وکړي . خو زوړ جنرال ليری لاړ . نو زلمی جنرال ډير په قهر شو . دوه مياشتې وروسته پاچا أمر ورکړ چې زوړ جنرال ينګ د اردو د عمومی قوماندان په حيث او زلمی جنرال د ده د مرتسيال په توګه د شو په مملکت باندی يرغل وکړي . که څه هم زلمی جنرال په خوله هيڅ ونه ويل خو په زړه کی يی ډير کرکه وکړه . زوړ جنرال په جنګ کی ډير توريالی و او د يوی مياشتې جنګ نه وروسه د جنګ عسکر د شو پايتخت کلابند کړ . زوړ جنرال ينګ د جنګی بيرغ په اوچتولو سره د ښار دفاعی ديوال ته پورته شو . زلمی جنرال ګون سون چې دغه حالت وليد ، ډير قهرجن شو ، نو په پټ دول يی د زاړه جنرال ينګ په شا غشی وويشت چې په نيتجه کی جنرال ينګ چې جنډه يی په لاس کی کلکه نيولی وه له ديوال نه وليده . يو بل جنرال ګمان کاوه چې دغه زوړ جنرال مړ شو نو په ميړانه توګه يی د جنګی بيرغ په ښورولو سره خپلو عسکرو ته په زوره غږ وکړ مارش . د خپل قوماندان په تشويق د جنګ عسکر سمدلاسه په ديوال باندی پورته شول او ښار ته ننوتل . د جګړې د ختميدو نه وروسته د جنګ پاچا او نور جنرالان د زاړه

جنرال ينګ په مړينی باندی شکمن وو او قضاوت يی وکړ چې جنرال ينګ د خپلو عسکرو له خوا ووژل شو ځکه چې غشی يی له شا څخه د ده په زړه ورتش کړ . په پای کی زلمی جنرال ګون سون په ناکراری سره پاچا ته په خپل جرم اعتراف وکړ او فورأ يی ځان وواژه .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای