CRI Online

طلايي صورت او پومبه يي مغز

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

دغه متل د هغه طعنه کوونکي مقالې څخه چه د نارنج خرڅوونکي د اعلاميې په نامه ياديده ، راغی .ليکوال ليو بو ون شپږ شوه پنځوس کاله دمخه د چين د مين د سلسلې د لومړي امپراطور مشاور و او نور عالي وظايف يي هم په غاړه درلودل . هغه د نارنج خرڅوونکي له خولې نه د مين سلسلې نه دمخه د يون په امپراطوري دوره کي د حاکمانو فساد او زول طعنه ورکړه او و يي ويل چه يو ميوې خرڅونکي د هان جو په ښار کي د نارنج د ذخيره کولو دپاره ډير تجربه کار و او دده لخوا ذخيره شوي نارنجونه د ژمي او دوبي نه وروسته لا هم نه خرابيږي . مګر د نارنج د طلايي رنګ لرونکي پوستکې په منځ کي مغز يي د زړې پومبې په شان وچ ښکاريده . نو زه ډير حران شوم او په قهر مي په خرڅوونکي باندي انتقاد وکړ او و مي ويل چه دا بالکل په نورو فريب کول دي . مګر خرڅوونکي په مسکا وويل چه ډير کاله کيږي چه په نارنج خرڅولو لګيا يم او هيچا په ما ندي ملامت کړي ، ځکه چه په دنيا کي فريبکاران ډير دي ، ايا يوازي زه يم ؟ مثلا هغه جنرالان چه زغرې يي اغوستې وې ، په ظاهره کي متکبر دي ، خو په اصل کي په نظامي فن هيڅ نه پوهيږي او له دښمن څخه ويريږي . همداشان هغه ملکي مامورين چه لوکس لباسونه يي اغوستي وو ، هم د غريبو خلکو سره هيڅ مرسته نه کوي او هم د دولت د اداره کولو په هکله ابتدايي معلومات نه لري. په عمومي ډول دوي د خپل هيواد دفاع نشي کولی او له خلکو سره هيڅ خدمت نشي کولی . که څه هم دوي عالي چوکۍ نيولي او هره ورځ فاخرانه ژوند تيروي او هيڅ د شرم او حيا احساس نه لري ، بالکل زما لخوا د خرڅ شوي نارنج په شان دي چه صورت يي طلايي دی ، خو مغز يي پومبه يي . سوال دا دي چه ته ولي يوازي زما نارنج ته ګوته نيسي او دغسي فاسدو کسانو ته نه ګوري ؟ دغه متل چه وايي طلايي صورت او بومبه يي مغز ، په هغو کسانو او څيزونو باندي اعلاق کوي چه په ظاهره جوړ او په حقيقت کي وروست وي ، ددې متل غوندي بل مترادف متل دا دی چه ګلدوزې شوي بالښت ، ځکه چه په کليدوزي شوي بالښت کي واښه دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای