CRI Online

د خپل کور له دروازې څخه د تيريدو په وخت کې کور ته ننه نه وزي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

دغه متل چې د خپل کور له دروازې څخه د تيريدو په وخت کې کورته ننه نه وزي د هغو کسانو ستاينه کوي چې د خلکو خدمت کوي او شخصی ګټې نه يادوی . کيسه يی دا ده چې په لرغونی زمانه کې به تل سيلاوونه پيښيدل او خلکو ته به يی ډير تاوانونه رسول . په هغه وخت کې پاچا ړاو ګون ته امر وکړ چې د سيلاب مخه ونيسی ، خو ګون په نهو کالو کې د سيلاب د مخنيوی غلطه لاره غوره کړه يعنی په خاورو يی د سيلاب مخه نيوله . څرنګه چې سيلاب ډير سخت و ، په ځاورو يی مخښوی نشوای کيدای ، نو په پای ې ګون ناکام شو او د پاچا له خوا ووژل شو . ورپسی ړاو مړ شو او شون د ړاو پر ځای پاچاهی ونيوله او د ګون زوی يوو ته يی هم امرکړ چې د پلار پر ځای د سيلاب د مخنيوۍ او کنترول دندې ته دوام ورکړي . يوو د خپل پلار د عبرت څخه د ګټې اخيستنې نه وروسته د سيند د مسير تګلوری د پاکولو لاره ونيوله اود يارلسو کلونو د زيارونو له برکته يی په ټول هيواد کې د سيندونو لارې پاکې کړې او د سيلاوونو مخه يی ونيوله . يوو د اوبو لګولو ډيرې زياتې پروژې طرذه او بشپړې کړې او د کار رويه يی هم ډيره جدی وه .خو ژوند يی ډير ساده و او حتی د عمر ديرشو کالو ته ورسيد ، لاهم يی واده ونه کړ . يوه ورځ هغه د نيو جاو نومی نجلۍ سره مينه پيدا کړه ، خو ورسره د څو خبرو نه وروسته يوو مجبورا په تلوار سره سيلاب خپلی سيمې ته لاړ . نيوجاو هره ورځ به د ده د راتګانتظار کاوه ، له نيکه مرغه دوی دواړو د واده ساده مراسم جوړ کړل ، خو د واده نه څلور ورځې وروسته يوو بيا د سيلاب ځپلې سيمې څخه د ليدنې لپاره لاړ او ښځه يی خپل اجدادی کور ته وليږله . له دې نه وروسته په ديارلسو کالو کې که څه هم يوو د سيلاب د مخنيوۍ لپاره دری واره د خپل کور له دروازې څخه تيريده او د خپل ماشوم ژړا انګولا يی واوريده . خو وخت يی نه درلود چې کور ته ننوزي ، هغه داسی وويل چې وخت ډير قيمتی دی ، سره له دې چې څو شيبی دی خو ورڅخه پوره ګټه اخيستل کيدای شی . د روايت لمخی اوس د چين د يانځه او ژيړ سيندونو په تنګناوو کې د اوبو لګولو ټولی پروژې د خلکو له خوا د يوو ترلارښوونې لاندی بشپړې شويدی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای