CRI Online

په تشو لاسو ببر نيول او په لوڅو پښو له سيند نه پوری وتل

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

ځه لو د کانفوسيوس يو شاګرد و ، که څه هم هغه ډير تکړه او توريالی و ، خو هوښار او زيرک نه و . نو ځکه د کانفوسيوس خوښ نه شو او دا نظر يی درلود چې دی يو بی ادبه زلمی دی . د ده په نسبت پر کانفوسيوس خپل يو بل شاګرد اين هوی ډير ګران و . نو ځه لو په زړه کی په خپل استاذ قناعت نه درلود . يو وار ځه لو په کسته له کانفوسيوس څخه تپوس وکړ چې استاذ صاحب که تاسی د لوی جنرال په توګه د اردو قوماندانی وکړي څوک به ستاسو د معاون په حيث وټاکل شی ؟ ځه لو دا ری واهه چې په جنګ کی د باادبه او باسليقی اين هوی نه دی ميدان ګټلای شی ، خو د پيشبينۍ نه وتلی خبره دا ده چې کانفوسيوس ځه لو ته داسی ځواب ورکړ چې په تشو لاسو ببر نيول او په لوڅو پښو تر سيند پوری وتل يو خطر ناک کار او ماجراجويی ده . څوک چې د دی ماجرا د ترسره کولو لپاره خپل ژوند هم نه سپموی د ستاينی وړ به نه وی ، هغه کسان زما خوښيږی چې په محتاطه رويه او د تاکتيک له لارې خپل کار په بری سره سر ته رسوی . بله قصه يی دا ده چې وايی يو زرو پنځه سوه کاله دمخه د شمالی وی سلسلې امپراطور تای وو دي يو وار د ښکار لپاره تلو او يو اشراف زاده چې که سی لين نوميده . د امپراطور سره ملګری و ، دی اولس کلن تکړه او غښتلی زلمی و . د ښکار په وخت کی ناڅه په يو غټ ببر راښکاره شو او ټول وار خطا شول . مګر که سی لين د خطر نه سره سره يو لوی ګام پورته کړ او دغه غټ ببر يی ژوندی په لاسو ونيوه . امپراطور ډير خوشحاله شو او ويی ستايه . مګر په انتقاد سره يی ور ته وويل

ته ډير ځوان يی او اوس د هېواد لپاره ستا د خدمت وخت دی نو بايد خپل ژوند ته په درنه سترګه وګوری . په تشو لاسو د وحشی ببر نيول خطر ناک کار دی که مړ شی مستحب به نه وی . دغه متل په هغو خلکو باندی استعماليږی چې يوازی جرات لری نه تاکتيک .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای