CRI Online

له مرګ څخه ژوندی پاتی شو

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

دوه زره کاله دمخه په چين کې يو مشهور ډاکتر و چې بيان شي نوميده ، د ځوانتوب په موده کې يی د هوټل د اداره کولو دنده په غاړه درلوده ، خو وروسته يی په هوټل کې له يوه سياح سره ډيره اشنايی وه چې دغه سياح يو مشهور ډاکتر و . بيان شي ورسره ډيره مرسته وکړه ، نو ډاکتر د ده څخه د مننې لپاره خپلې طبی تجربې او پټې نسخې ورته ورکړې چې په پای کې بيان شي په ډير تکړه او مشهور ډاکتر بدل شو . د روايت له مخی بيان شی يو وار د ګو ملک ته د سفر په وخت کې دا خر واوريد چې د هغه ځای شهزاده نن ناڅاپه مړ شو ، خو تر پرونه روغ رمټ و . نو له خپلو شاګردانو سره شاهي ماڼۍ ته روان شو او د ماڼۍ په وړاندی له يوه وزير سره مخامخ شو . وزير ور ته وويل چې شهزاده نن سهار وختی د حادی ناروۍ په اثر مړ شو او مړی يی لاهم په ماڼۍ کې پاتی دی . بيان چوی ور ته وويل چې زه ډاکتر يم او کولی شم چې شهزاده له مرګ څخه وژغورم . وزير مطمين نه شو ، بيا شي بيا ورته وويل چې د شهزاده وجود لاتر اوسه ګرم دی ، که مطمين نه شی ويی وګوری . وزير سمدلاسه پاچا ته خبر ورکړ چې يو ډاکتر راغلی او ور يی چې هغه شهزاده له مړينې څخه ژغورلی شی . پاچا سمدستی د بياچوی هرکلی وکړ . بيا چوی د شهزاده په سر ، سينې ، لاسونو او پښو باندی ستنې ووهلی ، لږه شيبه وروسته شهزاده ورو ورو له بی سدۍ څحه په هوش شو . ورپسی بيان شي شاګرد ته وويل چې شهزاده ته دوا ورکړه . پرته له دې نه بيان شي شهزاده ته د ټکورولو علاج هم وکړ چې په پای کې شهزاده په پورهت توګه ويښ شو ، په دی وخت کې پاچا ډير خوشحاله شو او ورپسی بيان شي د شهزاده لپاره دوايی تجويز وکړ چې يوه مياشت وروسته شهزاده بالکل روغ جوړ شو . له مرګ څخه د شهزاده د ژغورنې خبر خپور شو ، د بيان شي شهرت هم زيات شو . خلکو داسی وويل چې بيان شي د مينې څخه د ناروغانو د ژغورنې توان لری . خو بيان شي وويل زه توان نه لرم چې مړی ژوندی کړم . شهزاده ځکه روغ جوړ شو ، لامل يی دا دی چې هغه نه و مړ شوی او يوازی د تنفس د بنديدو له امله بی هوشه شوی و . نو د علاج نه وروسته روغ جوړ شو . دغه متل چې مړی ژوندی کوی ، عموما تجربه ډاکتر تشبيه کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای