CRI Online

يوه روپی هم نه لری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

وايی چې دوه زره کاله دمخه د هان په سلسله کې يو سړی چې دن تون نوميده. په دربار کې يی د بيړيو د اداره کولو وظيفه په غاړه درلوده. په يو تصادفی وخت کې امپراطور ون دی ور ته لوی انعام ورکړ او رتبه يی هم ور ته لوړه کړه. خو دن تون کوم لياقت او مهارت نه درلود او فقظ يو چاپولوس و. امپراطور کله کله د ده کره ور ته او ور سره يی نژدی اړيکې درلودې چې پيسې جوړ کړی. نو دن تون ډېر بډايی شو. يو وار امپراطور په پوستکی زخم په ناروغۍ اخته او ډېر خفه شو، دن تون د امپراطور د چاپلوسۍ لپاره حتی په خوله د زخم نو چوپه کړ. سره له دې چې وليعهد يی هم د نو چوپل نه و غوښتل. د امپراطور ون دی له وفات وروسته د ده زوی پادشا او دن تون معزول شو. لږه موده وروسته نوي امپراطور ته خبر ورکړ شو چې دن تون په پټه له سرحد نه په بهر د پيسو په جوړولو بوخت و. نو د ده ټول جايدادونه ضبط شول او حتی يوه روپی هم ور ته نه پاتی شوه او بی کوره شو، نو مجبورأ يی د بل چا په کور کې ژوند کاوه او بيا هلته مړ شو. دغه متل چې وايی يوه روپی هم نه لری، پر هغو کسانو اطلاق کيږی چې دومره غريب دي چې حتی يوه روپی هم نه لری، دغه راز دغه متل پر هغو کسانو اطلاق هم کيږی چې ډېر بډايی وی او داسی وايی چې فلانکی د دن تون غوندی ډېر بډايی دی، د چين د تاريخ د ياداشتونو په نامه اثر کې چې دوه زره کاله دمخه چاپ شوی، د يوه بد اخلاقه سړي نينګ سين په باب داسی ليکل شوي وو چې هغه حتی يوه روپی هم نه درلوده او د بل په کور کې مړ شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای