CRI Online

زاڼی د چرګانو په منځ کي ولاړ دی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

وايي چه پخوا يو مشهور اديب و چه ( جي کان ) نوميده او د جګې ونې او زياتو استعدادونو خاوند هم و . خو له دي امله چه حکومت د يوه موټې بدو کسانو ترکنترول لاندي و ، جي کان کددوي د بدو کارونو څخه د نارضايت له امله ددوي لخوا ووژل شو چه عمر يي يوازي يو څلويښت کاله و . دده زوي چه جي شاو نوميده ، هم د خپل پلار په شان د زياتو استعدادونو او جګې ونې خاوند و . ورپسي جي شاو په يايتخت کې حکومتي دنده لاس ته راوړه، خو په هغه وخت کي واکمنانو په سياسي کشمکش لاس پوري کړ او يو په بل باندي يي بريدونه وکړل چه په هيواد کي نارامي او هرج و مرج رامنځته شو، مګر په همدي حال کي جي شاو لا هم امپراطور ته ډير وفادار و. کله چه يوه شاهي کودتا وشوه ، جي شاو د امپراطور سره د مرستې دپاره د خطرونو سره سره شاهي ماڼۍ ته منډه ووهله ، خو له بدله مرغه امپراطور هم ووژل شو . ور پسې جي شاو د يوه پاڅون د ارامولو دپاره د نوي امپراطور سره يو ځاي په جګړه کې ګډون وکړ ، سره له دې چه دوي ماتي وخوړله او زيات شمير عسکر يي مړه يا ټپيان شول او نور زيات يي وتښتيدل ، خو جي شاو لاهم د امپراطور دفاع وکړه او له بده مرغه جي شاو د څو غشيو لخوا ولګيده او مړ شو ، د امپراطور جنګي لباس هم د جي شاو په وينو رنګ شو . د امپراطور ساتونکو وغوښتل چه رنګ شوي لباس ومينځي ، امپراطور وويل چه مه مينځه ، دا د جي شاو وينې دي او دغه جنګي لباس به ده د يادونې دپاره تل تر تله وساتم . د جي شاو د مړينې نه دمخه يوه ورځ يو سړي د جي شاو سره مخامخ شو او بيا يي بل ملګري ته وويل چه پرون مي جي شاو وليد ، ونه يي ډيره جګه وه ، هغه په ګڼه ګوڼه کي ولاړ و ، لکه د چرګانو په منځ کي چه يو زاڼی ولاړ و ي ، معني يي دا ده چه زاڼی د چرګ نه ډير جګ دي ، دغه متل چه زاڼی د چرګانو په منځ کي ولاړ دی ، هغه کسان تشبيه کوي چه يا باوقاره او د نورو نه نجيب وي يا استعداد او صفت يي د نورو نه لوړ وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای