CRI Online

د ونې په څنګ کې د سوی انتظار باسی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

وايی چې پخوا يو بزګر په يوه ورځ په يوې کولو بوخت و، ناڅاپه وليدل يو سوی پريشان له بوټو څخه ټوپ وواهه او په منډې کې له ونې سره وموښتی او مړ شو. بزګر يودم خپل کار پريښود او مړ شوی سوی يې په خوشحالی لاس ته راوړ. په اصل کې دا يوه تصادفی پېښه وه، خو بزګر اتفاقی پېښه حتمی بلله، نو هره ورځ به لاس تر زنې د ونې په څنګ کې ناست و او هيله يې درلوده چې بيا يو بل ټپی شوی تر لاسه کړی. نتيجه دا وه چې پرته له دې نه نور ټپی سوی لاس ته را نه غی، خو ځمکه يې بی حاصله شوه. دغه متل دا مفهوم لری چې ځينی کسان بی له کار کولو نه ګټه غواړی يا غواړی چې په کاهلی او سستی کې ګټه تر لاسه کړي. د بل چينی متل تر دې عنوان لاندی يوه قصه واوری چې په کښتۍ باندی د کيندلي علامې نه لويدلې توره لاس ته راوړل. پخوا د چو په ملک کې يو سړی و، کله چې يو وار په کښتۍ کې له سيند څخه د پوری کېدو په وخت کې د بی پروايی په اثر يې توره په اوبو کې ولويدله. هغه يودم په چاقو د کښتۍ په اړخ يوه علامه جوړه کړه او له ځانه يې وويل چې توره مې له دې ځايه اوبو ته لويدلی ده. کله چې کښتۍ غاړې ته ورسيده، هغه د کښتۍ د کيندلی ځای نه چې علامه يې کړې وه، ځان اوبو ته واچاوه او غوټه يې ووهله. تر څو چې خپله توره پيدا کړي، ظاهره ده چې دغه سړي ته هېڅ هم لاس ته را نه غله. دا ساده لوح او کم عقل سړي ته دا معلومه نه وه ځې د هغه وخت نه تر اوسه پوری کښتۍ اوږد مزل وهلی دی او ښايی چې د ده توره د درياب په منځ کې لويدلی وی. خلکو چې دا حالت وليد، ډېر حيران شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای