CRI Online

د چرګې هګۍ په ډبره وهي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

دغه متل چه د چرګې هګۍ په ډبره وهي ، د خپل توان د نه پيژندلو او د ځان د نابودي معني ده . کيسه يي دا ده چه وايي پخوا يو پوه چه مو دي نوميده ، د چين شمالي ملک چي ته د تګ په لاره کي د يوې په نامه له يوه فالګير سره مخامخ شو ، فالګير مو دي ته وويل چه نن أسماني امپراطور په شمال کي تور ښامار وژني ، زما د فال لمخې څرنګه چه ستاسي پرستکي ډير تور دی ، نو شمال ته د تګ په اثر به تاسي له سختي بدبختي سره مخامخ شي . مو دي دده خبره و نه منله . مګر فالګير لا هم په خپلې سفسطې باندي ټينګار کاوه او مو دي تهيي نصيحت وکړ چه شمال ته لاړ نه شيپ چه په نتيجه کي دواړو يو له بله سره مناقشه وکړه . په پاي کي مو دي وويل ستاسو فال حرافات دی . مودي چه خپلې خبرې پاي ته ورسولې ، د شمال خوا ته روان شو ،خو لږه شيبه وروسته بيرته راوګرځيد ځکهچه په شمال کي د ځه شيوي سيند اوبه له خپلو غاړو څخه اوښتې وې ، نو له دي سيند څخه پوري وتلي نشو . فالګير مغرور شو او مو دي ته يي وويل چه زما خبره سمه نه ده ؟ شمال ته د تګ په لاره کي به حتما لهمشکلاتو سره مخامخ شي . مو دي په مسکا ورته وويل چه د ځه شيوي سيند د سيلاوونو د راوتلو له امله د سيند په دواړو غاړو کي خلکو ته د پوري وتلو دپاره مشکلات پيدا شويدي چه ددوي څخه ځيني د تورپوستکي او ځيني يي د سپين پوستکي خاوندان دي . مو دي خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چه که أسماني امپراطور په ختيځ کي تور ، په جنوب کي سور ، په لويديځ کي سپين او په مرکز کي ژيړ ښامار وژني ، ويلي شو چه ټول نړيوال به بهر ته نه ځي ؟ تاسو په خپلو چټياتو زما حقيقت ردوي لکه چه د چرګې هګۍ په ډبره وهي ، خو ډبرې ته هيڅ تاوان نه رسوي . ددې متل يوه بله کيسه دا ده چه يوه پوه چه شيون چين نوميده ، داسي ويلي که ظالم پاچا په مهربان پاچا باندي حمله وکړي ، حتمأ به ماتي وخوري لکه د چرګې هګۍ په ډبره وهي ، دا معني لري چه ډير کمزوري قوت په ډير قوي او غښتلي قوت باندي حمله کوي چه په نتيجه کي به حتمأ کمزوري قوت ماتي خوري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای