CRI Online

يو غشی دوه بازانيا يو غشی دوه توتکی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:12

په لرغونی چين کې د شمالی جو په سلسله کې يو شمهور جنرال و چې جانګ شون شن نوميده،، هغه د پوځی تاکتيکونو په مطالعو کې لوی لاس درلود په تېره بيا په غشی ويشتلو ډېر تکړه و. په هغه وخت کې ترک قوم د چين په شمال لويديځ کې ميشتهو او د دې قوم امير شتو وغوښتل چې د شمالی جو د امپراطور وو دی له شهزاده ګۍ سره واده وکړي. له ترک قوم سره د دوستۍ ټينګولو لپاره امپراطور وو دی د ده غوښتنه ومنله او جنرال جانګ سون شن ته يې امر ورکړ چې د شهزاده ګی په بدرګه د ترک قوم سيمې ته لاړ ش. امير شتو ډېر خوشحاله و او په درنو مراسمو سره يې د دوی هرکلی وکړ. شتو ناڅاپه په هوا کې دوه بازان وليدل چې په غوښه باندی يو له بل سره جنګ کوی، په داسی حال کې شتو جنرال جانګ سون شن د غشی ويشتلو له مهارت څخه ډېر حيران شو. وروسته خلکو له دې قصې څخه متل جوړ کړ چې وايی يو غشی دوه بازان، معنی يې دا ده چې د يو اقدام په غوره کولو سره دوه ښه نتايج لاس ته راوړی. يا يوه ډبره دوه مرغان او يا يو غشی دوه توتکی. د دې متل يوه بله قصه دا ده چې وايی په غره کې دوه ببران وو، يوه ورځ يو زلمی چې بيان جوان ځه نوميده، وغوښتل چې دوه ببران ووژني. د سرای يو نوکر هلک ور ته نصيحت وکړ چې اوس دوه ببران په يوه غوا باندی سره جنګ کوی، د دوی د جنګ نتيجه به دا وی چې ضعيف ببرا د غښتلي ببر لخوا ووژل شی او غښتلی ببر به په جنګ کې هم ټپی شی. که په هغه وخت کې له دغه ټپی شوی ببر سره جنګ وکړی، نو ژر به کامياب شی. دغه راز ته يوازی دغه ټپی شوی ببر ووژني، نو د دوو پړانګانو د وژلو فخر به وګټي. زلمی د هلک د نصيحت سره سم واقعأ ټپی سوی پړانګ وواژه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای