CRI Online

وروسته پاتی له پيشقدم څخه مخکی ښکاری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

قصه داسی وه چې دوه زره کاله دمخه د چين د هان په سلسله کې د دون های ولسوال چې جی ان نوميده. يو ډېر بااستهداده او لايق سړی و. هغه د خپل ماموريت د په غاړه اخيستلو نه وروسته د يوه کال په لنډه موده کې د خپلې ولسوالۍ ټولې چارې په ښه توګه اجرا کړی او ډېر برياليتوبونه يی تر لاسه کړل. نو په دې اثر امپراطور ډېر خوشحاله شو او لوړ مقام ته يی ترفع ورکړه. خو څرنګه چې جی ان يو پاک نفسه سړی و او په کار کې يی د هيچا لحاظ نه ساته، نو ځيني مامورين د ده څخه خفه شول او ده ته به يی په بد نظر کتل امپراطور د خپل تسلط د ساتلو لپاره يو شمېر نوي مامورين مقرر کړل او دا يی وويل زه به وروسته تر دی د خير خواهۍ سياست وچلوم. خو چی ان امپراطور ته وويل چې اعليحضر ته، يقين لرم چې تاسی د خير خواهۍ سياست نشی چلولی. ځکه چې ستاسی زړه له خودخواهۍ او حرص څخه ډک دی. امپراطور په هغه باندی ډېر په قهر شو او وروسته له دې يی له ده سره ډېره سړه رويه غوره کړه. پخوا د جن ان مقام په دربار کې تر زياتو مامورينو لوړ و، خو ورو ورو ځينو ټيټو رتبو مامورينو لوړو رتبو ته ترفع وکړه او ځينی کسان حتی د صدر اعظم او وزيرانو په حيث مقرر شول. دغه وضيعت د جن ان د سخت نارضايت سبب وګرځيد. يوه ورځ هغه امپراطور ته شکايت وکړ چې اعلحضر ته تاسی وروسته پاتی له پيشقدم څخه مخکی لوړ مقام ته ترفيع کوی. د ده مطلب دا و چې امپراطور ټولو مامورينو ته په سترګه نه کتل چې په نتيجه کې هغه کسان چې زياته سابقه يی نه درلوده، د سابقه دارو څخه لوړې چوکۍ ته رسيدل. د ده دغه خبره ورو ورو د يوه متل په توګه استعمال شوه. دغه متل په لومړي وخت کې انتقادی معنی درلوده او د هغو مشرانو په مقابل کې استعمال کيده چې د مامورينو په مقررۍ کې يو غير منصفانه چال چلند کاوه. مګر ورو ورو دغه متل د هغو کسانو د ستاينې لپاره هم استعماليږی چې وروسته پاتی له پيشقدم څخه مخکی ښکاری.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای