CRI Online

ژبه خوږه او زړه زهرجن

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

پښتو متل وايی چې په ژبه خواږه په عمل کاږه. وايی چې يو نيم زره کاله دمخه د چين د تانګ په سلسله کې يو صدر اعظم و چې لی لين پو نوميده. کله چې د ماموريت وظيفه يی تازه په غاړه درلوده، د وخت د صدر اعظم له زوی سره يی اشنايی وکړه او د دغو اړيکيو په اتکا يی ژر د مامورينو د مقررې او تبديلۍ وظيفه يی په غاړه درلوده. يو وار شهزاده ورڅخه غوښتنه وکړه چې د خپلو وروڼو د وفادارو پيروانو رتبی ترفيع وکړی، خو لی لين پو نه يوازی دا چې دغه غوښتنه و نه منله، بلکې يی د دوی رتبی ټيټی کړې. ور پسی هغه شهزاده ته وويل چې زما دا عمل ستا او زما لپاره ډير ګټور دی او عادلانه عمل هم دی. وروسته که زما رتبه لوړه شی، حتمأ به د دوی لپاره د ترفيع ښه فرصت برابر کړم. لږه موده وروسته لی لين پو د صدر اعظم په حيث مقرر شو. يو وار يو وزير امپراطور ته توصيه ورکړه چې د لو کولو د موصم نه مخکی بېرته پلازمېنې ته لاړ نه شی، څو چې د احترام ګارد يی زراعتی کښتونه په پښتو نه پايمالوی. امپراطور د دې خبرې په اورېدو سره ډير په قهر شو. په دې وخت کې لی لين پو امپراطور ته وويل پروا نشته چې د خراب شويو محصولاتو په ځای د دوې زمکنی ماليات کم شی. امپراطور د لی لين پو له خبرو وروسته ډير راضی و او ورباندی يی خپل اعتماد نور زيات کړ. يو بل صدر اعظم چانګ جيو لين دښمن و، خو لږه موده وروسته د ده د چالبازۍ له لارې دغه دښمن دفع وشو او ور پسی دری زامن يی هم د ده په نمسون د امپراطور له خوال ووژل شول. د تانګ په سلسله کې د صدرات عظمی وظيفه د دهغو کسانو په غاړه وه چې د هېواد لپاره يی ستر خدمتونه سر ته رسولي يا د لوړو اخلاقو خاوندان يا موقر استاذان وو. دوی بهر ته د تګ په وخت کې عمومأ کم شمېر پيروان له ځانه وړل، خو لی لين پو څو سوه تنه ساتونکي درلودل. هغه ظاهرأ مهربان او اديب سړ، خو په اصل کې حيله ناک او شرير قاتل و. خلکو د ده اصلی څيره وپيژندله او داسی ارزيابی يی وکړه چې په ژبه خواږه په عمل کې کاږه. دغه متل په هغو کسانو باندی اطلاق کوی چې خوله يی يوه، زړه يی بله يا په خبرو څه او په زړه کې بل څه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای