CRI Online

پسه په فرعی لار ورک شو

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

د دې متل کيسه د يان ځه په نامه د يو مشهور پوه پوری تړاو لري چې وايی پوه ورځ د يان ځه ګاونډی يو پسه ورک شو، نو ګاونډی ډېر خفه شو او د کورله ټولو غړو څخه يې وغوښتل چې ورک شوی پسه ولټوي، لږه شيبه وروسته له يان ځه څخه هم د مرستې غوښتنه وکړه او و يې ويل چې مهربانی وکړئ چې ستاسو مزدوران له موږ سره يو ځای پسه ولټوي. تر نيمې شپې پوری ټول کسان په تش لاس بېرته راغلل او ورک شوي پسه پيدا نشو. دوهمه ورځ يان ځه له ګاونډي څخه غوښتنه وکړه چې ولی د دومره زياتو کسانوپه لېږلو سره ورک شوی پسه پيدا نه شو؟ ګاونډی ځواب ورکړ چې علت يې دا دی چې د لويې لارې په دواړو غاړو کې فرعی لارې شته او د هرې فرعی لارې په څنګ کې نورې کوچنۍ لارې هم پرتې دي. نو معلومه نه ده چې ورک شوي پسه مې په کومه لار تللې دی. پوښتنه دا ده چې دغه ورک شوی پسه په کومه طريقه پيدا شی؟ يان ځه چې دغه خبره واورېده، ډېر انديښمن شو او ټوله ورځ مسکي نه شو ځکه چې فکر يې کاوه چې څوک په زده کړه کې کوشش و نه کړي،نو د ورک شوي پسه غوندي به په فرعی لار داخل شي چې په پای کې به د نظريو د اختلافونو له کبله حقيقت پيدا نه شي. د ده يو شاګرد ډېر حيران شو او تپوس يې وکړ چې استازه، يو پسه زيات ارزښت نه لری او دغه ورک شوی پسه ستاسی نه دی، ولی دومره خپه ياست؟ يان ځه لا هم په پټه خوله ناست و. د دې متل چې پسه په فرعی لار ورک شو، هغه کسان تشبيه کوي چې په زده کړه، کار يا ټولنيز ژوند کې يې سيمه لار غلطه کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای