CRI Online

که د ببر په شا سپور وي، له شانه کوزېدل مشکل وي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

وايی چې په دری سوه اته ويشتم کال کې دوو جنرالانو د امپراطور د مشاور يا سلاکار يو ليانګ د وژلو په پلمه شورش وکړ او پلازمېنې ته له داخلېدو وروسته يې د امپراطورۍ قدرت ونيوه. په دې اضطراري وخت کې د جپانګ د سيمې مشر چې ون جياو نوميده، د امپراطور له سلاکار سره چې د جيانګ سيمې ته تښتېدلی دی، له مشورې وروسته پريکړه وکړه چې د بلې سيمې د مشر جنرال تاو کن ملاتړوکړي، څو چې په شورش کوونکو عسکرو باندی په بريد پيل وکړي. خو د شورش کوونکو فوځونو قوت ډېر غښتلي او امپراطور هم د دوی په لاس کې و، تاو کن څو ځله ماتي وخوړله او غله جات يې هم کم شوي و. د څو ځلو ماتی خوړلو له امله تاو کن خپه شو او په دښمن باندی د بري موندلو باور يې هم کمزوری شو، نو له ون جياو څخه يې شکايت وکړ چې تاسې د بريد د پيل په وخت کې ويلي و چې عسکر مو ډېر دي او غله جات مو هم پوره دي، خو اوس عسکر او غله جات چيرته دي؟ که اضافی عسکر او غله جاتو مرسته و نه رسيږی، زه به د خپلو عسکروپه مشرۍ بېرته خپلې سيمې ته لاړ شم څو د شرايطو له بيا برابرولو وروسته په شورش باندی خپل بريد ته دوام ورکړو. ون جياو د تان کن نظريه رده کړه او و يې ويل چې ستا نظريه غلطه ده او په شورش کوونکو عسکرو باندی د بريد موندلو کلي دا ده چې خپل پوځونه بايد متحد شي، اوس مو امپراطور د شورش کوونکو په لاس کې دی او هېواد مو هم تر خطرونو لاندی راغلی دی. موږ بايد په ټينګ عزم سره له دښمنانو سره جګړه وکړو او شا ته و نه ګرځو. اوس موږ په داسی حال کې پاتي يو چې د ببر په شا باندی سپور شوی يو، خو د شا نه ښکته کېدل ډېر مشکل دي پرته له دې نه چې ببر ووژنو. که ته د نورو د ادارې په خپلاف پخپله بېرته خپلې سيمې ته لاړ شی، د عسکرو جنګي مورال به حتمأ کمزوری شی او لښکر کشي به مو ناکامه شي چې دا مسؤليت به له ځانه نشی ليری کولی. تاو کن چې د ون جياو خبره واورېدله، مجبورأ يې ورسره يو ځای نوی جنګی پلان طرح کړ او په پای کې يې شورش کوونکو عسکرو ته ماتی ورکړه. دغه متل په هغه وخت کې استعمالېږي چې څوک د کار په وخت کې له مشکلاتو سره مخامخ وي، که کار وځنډوی،نو ستر تاوان به رامنځته کړي،نو مجبورأ بايد خپل کار ته دوام ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای