CRI Online

په تير باندی ناست صاحب

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

دوه زره کاله مخه د چين د هان په سلسله کې د چن شه نومی يو سړی و او د ولسوال وظيفه يی هم په غاړه درلوده. د تاريخی اسنادو له مخې هغه يو مهربان او باانصاف سړی و او خپلو اولادونو ته يی هم ښه تعليم ورکړ. د ده په بيوګرافی کې داسی ليکل شو وو چې يوه شپه يو غل د ده د کوټې په تير باندی ځان پټ کړ څو چې د کور د غړيو له بيديدو وروسته شيان وتښتوي. چن شه دغه غل وليد، مګر هېڅ يی و نه ويل. يوازی يی خپل اولادونه او لمسيان ځان ته راوغوښتل او په جدی لهچه يی دوی ته نصيحت وکړ چې هر څوک دی په هوښياره توګه ترقی او پيشرفت وغواړی او هيڅکله دی سستي و نه کړي څو چې له غلطۍ او بد کار څخه ځان خلاص کړي. هغه کسان چې بد کار يی کړی دی، په اصل کې بد خوی او بد جنس کسان نه وو، يوازی علت يی دا دی چې دوی په عادی وخت کې ښه خويونه او عادتونه نه دي روزلي او بد کارونه يی کړي دي، نو ورو ورو په بدو عادتونو اخته او په ټيټ همته کسانو بدل شول. په اصل کې دوی شريف او نجيب کسان ګرځېدلي شوای. خو اوی په تير باندی ناست صاحب ګرځېدلی دی. په تير باندی ناست غل دغه خبرې واورېدې، په دې تشويش کې ولويد چې هم نه شوای تښتېدلی او هم نشوای پټېدای، نو مجبورأ يی له تير نه زمکې ته راټوپ کړ او په داسی حال کې د کوربه په وړاندی په زنګينو ولويد او په ژړا يی بخښنه وغوښتله. چن شه ور ته وويل چې وپاڅېږه:ستا رويه دا ښيی چې ته بد سړی نه يی ښايی چې د غربت او خوارۍ له امله مجبورأ غلا کوی. نو نوکر ته يی امر ورکړ چې غله ته دوه تانه وريښمين ټوکران ورکړي څو چې په خرڅولو سره يی ګوزاره وکړي. غله په خوشحالۍ سره ور څخه ډيره مننه وکړه او لاړ. ور پسی په تير باندی ناست صيب د غله لقب وګرځېد چې دغه متل په هغو کسانو باندی هم اطلاق کوی چې د واقعيت په خلاف کار کوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای