CRI Online

په څاڅکی څاڅکی اوبو تيږه سوری کېږی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

 د سون په سلسله کې يو ولسوال و چې جان ګوای ای نوميده، يوه ورځ هغه يو خزانه دار وليد چې له خزانې څخه ووت او يوه سکه يې په جيب کې واچوله. ولسوال خزانه دار راوغوښت او پوښتنه يې وکړه چې دا سکه د چا ده؟ د خزانه دار په فکر يوه سکه بی ارزښته ښکاريده، نو بی له ترديد نه يې خواب ورکړ چې دا سکه مې له خزانې نه اخيستې ده. ولسوال په غوصه شو او د تحقيق په پاڼه کې يې داسی وليکل چې که څه هم يوه سکه کوم ارزښت نه لري، که څوک هره ورځ يوه دانه سکه غلا کړ، نو په زرو ورځو کې زر سکې غلا کيدای شي. سره له دې چې پړی تيره نه دی، خو که لرګی ورباندی وسولول شی، تر زيات وخت وروسته لرګی هم پری کولی شي. همدا رنګه څاڅکی اوبه زيات قوت نه لري، خو تر کلونو کلونو وروسته څاڅکی څاڅکی اوبه د ډبرې په منځ کې سوری جوړوی. نو خزانه دار بالاخره د ولسوال له خوا ووژل شو. له دې نکل څخه يو متل جوړ شو چې وايی څاڅکی څاڅکی اوبه ډبره سوری کوی، معنی يې دا ده چې که څوک په ټينګ عزم سره خپل کوښښ ته دوام ورکړی، حتمأ به کامياب شی.

څه مرض څه دوا.

دوه زره کاله دمخه د چين يو مشهور ډاکتر و چې هوا تو نوميده. يوه ورح والی نی حيون او بل سړی ليو ين په يو وخت د ناروغۍ د تداوی لپاره ډاکتر هوا تو کور ته لاړل. دوی دواړو تبې نيولی و او سرونه يې خوږيدل. ډاکتر هوا تو تر معاينې وروسته دوی ته وويل نی حيون بايد مسهل وخوری او ليو ين بايد د خولې ورکولو دوا وخوری. دوی د ډاکتر له تشخص څخه ډېر حيران شول او پوښتنه يې وکړه چې زمونږ د ناروغۍ علامه يو شان ده، ولی درمل يې بيل دی. ډاکتر هوا تو وويل د نی حيون د ناروغۍ د زيات خوراک د خوړلو له امله رامنځته شوی، خو د ليو يين ناروغۍ د سړو وهلو په اثر پيدا شوی ده. که څه هم د ناروغۍ علامه مشابه ده، مګر د تداوی طريقه يې بيله ده. دوه ناروغان چې د هوا تو له خوا د ليکل شوی نسخې له مخې يې درمل وخوړ، ژر جوړ شول. د دې متل معنی دا ده چې هره مسئله بايد د واقعيت سره سم حل و فصل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای