CRI Online

د عذر د غوښتلو دپاره اغزي لرونکي لرګي په شا کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

وايي چه دوه زره کاله دمخه د جاو ملک پاچا ون وانګ دوه غښتلي او مستعد همکاران درلودل چه يو يي لوي جنرال ليان پو او بل يي صدراعظم لين شيان ژو وو. د جاو ملک ددوي د مرستې له برکته د نورو کوچنيو هيوادونو نه غښتلي شو ، ليان شيان ژو په اصل کي د جاو د درباري ساتونکو د مشر مياو سيان شخصي مشاور و . يوه ورځ د چينګ ملک د خپل زور په اتکا وغوښتل چه د جاو ډير قيمتي جواهر لاس ته راوړي . د جاو پاچا او وزيران د چينګ د فشار په مقابل کي هيڅ جاره نه درلوده .د پاچا ون وانګ په سپارښتنه لين شيان ژو د جاو د استازي په توګه د چينګ ملک ته لاړ او دغه ديپلوماتيکه دنده يي په ښه شان سره سر ته ورسوله . ورپسې د چينګ پاچا په يوه ميلمستيا کي د حاضرينو په مخکي د جاو پاچا سپک کړ،خو برعکس د چينګ پاچا د لين شيان ژو اهانت او ملنډي وزغمولې . ليان شيان ژو د سترو خدماتو له امله د جاو د صدراعظم په توګه مقرر شو او وتبه يي د لوي جنرال ليان پو نه هم پورته شوه ، جنرال ليان پو متقاعد نه شو او نورو ته يي وويل چه ما د جګړې په ډګر کي سترې کارنامې قايمې کړې ، خو لين شيان ژو تش په خوله د يوې ټيټې رتبې مامور څخه زما د پاسه د صدارت عظمې درجې ته ورسيد. که زما سره مخامخ شي ، حتما به وشرميږي. لين شيان ژو د ليان پو خبرې واوريدي او دده له ليدو څخه به په ډډه تيريده . نورو ګمان کاوه چه لين شيان ژو له جنرال څخه ډاريږي چه په نتيجه کي د جنرال تکبر نور هم پورته شو. خو لين شيان ژو داسي ويلي چه زه د چينګ د ظالمانه پاچا د غرور نه هم نه ويريږم ، د جنرال څخه به ډاريږم ؟ زما په نظر اوس چينګ زمونږ نه بيريږي ، علت يي دا دی چه د جنرال سره زما يووالی ټينګ او کلک دی . که زه د جنرال سره اختلاف وکړم ، دا به د چينګ د خوښۍ وړ کار وي . زه چه دجنرال له ليدو څخه ډډه کوم ، مقصد مي دا دی چه دخپل هيواد لويي داعيې ته اهميت ورکوم او شخصي روابط او اختلافات پري ږدم . جنرال ليا پو دا خبرې واوريدې ،ډير متاثر شو او وشرميده ، نو د عذر د غوښتلو دپاره يي اغزې لرونکي لرګې په لوڅې شا کړل ، ددې کيسې څخه يو متل جوړ شو او د اشتباه منلو اوسزا راجلبولو مفهوم لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای