CRI Online

سترګې خپل باڼو نشی ليدلی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

دوه زره کاله دمخه په جنوبی چين کې د يو مملکت پاچا وو جيانګ د دې لپاره چې د چين په مرکزی سيمو کې د بادارۍ مقام ولټوی، په خپلو شمالی او لويديځ ګاونډي ملکونو چې او چو باندی د حملې په تدارک تياری ونيوله، د چی پاچا د يو مملکت په خيال خبر شو. سمدستی يی يوسفير د يو مملکت ته وروليږه. هغه د يو پاچا ته وويل تر څو چې تاسی د چو ملک تسخير نه کړی، د بادارۍ مقام نشی تر لاسه کولی. زما په فکر تاسی ځکه په چو باندی حمله نه کوی چې ښايی د هان او وی ملکونو د ملاتړ نه به محروم شی، مګر په دې پوه نه شوم چې تاسی ولی ها او وی ته دومره د قدر په سترګه ګورئ؟ د يو پاچا ځواب ورکړ. زه يوازی دا هيله لرم چې هان او وی دواړه بی طرفه پاتی شی او زمونږ په مقابل کې دی و نه دريږی، ايا دوی زمونږ په ښارونو باندی حمل کړی شی؟ د اوسنيو نظامی حالاتو له نظره اوس هان او وی ته دا ښه موقع راغلې ده چې د چو زمکې لاسته راوړی. زما په نظر دوی به ژر يا وروسته پر چو باندی بريد وکړی. د چی سفير وويل چې زما د اټکل نه وتلی خبره ده چې تاسی يو تنګ نظره شخصيت وګڼم، خو ما ته هغې رويې ته په سپکه کتلی د چې عقل د سترګو په شان استعمالوی. ځکه چې که څه هم سترګې د بدن يو کوچنی ويښته هم ليدلی شی، خو خپل باڼونشی ليدلی. اوس تاسو ته د هان او وی دوو ملکونو سهوه ښکاری. خوخپله اشتباه نه ښکاری. تاسی په دې انتظار کې ياست چې هان او وی دواړه په چو ملک باندی بريد وکړی. ستاسی دغه سهوه لکه د سترګو په شان ده چې کوچنی ويښتان ليدلای شی، خپل باڼو نشی ليدلی. تاسی بايد سمدلاسه په چو باندی سخته حمله وکړی او د هغه هېواد د وريژو او لرګيو توليدی سيمې ونيسی، نو د بادارۍ مقام د استقرار په غرض ستاسی بنسټ ټينګيدای شی. د چی سفير دغه خبرې د يو په پاچا باندی ډېر تاثر وکړ او په چی ملک باندی د حملې په هکله خپل لومړی خيال يی پريښود، وروسته يی په چو ملک باندی سخت بريد وکړ، خو شکست يی وخوړ او ځان يی هم وواژه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای