CRI Online

د ږدنو طلايی خوب

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

تقريبا يو زرو کاله دمخه د چين ت تانګ په سلسله کې يو داستان و چې وايی پخوا يو زلمی زده کوونکی چې لوشن نوميده د کلنی کانکور لپاره له کور نه مرکز چن ان ته د تګ په لاره کې د هان دان ښار ته ورسيد او په دی وخت کې شپه ونيوله او هرځای توره تياره وه . هغه يو ساده هوتل پيدا کړ . او د يوه سپين ږيری راهب سره يی په يوه کوټه کې اوسيده . دوی دواړو د سلانه وروسته د هوتل خدمتګار ته وويل چې د دوی لپاره د ږدنو ډوډۍ پخوی . د راهب سره د خبرو په ترڅ کې لوشن د خپلې خوارۍ او غريبۍ څخه ګيله وکړه او هيله يی درلوده چې د کانکور له لارې د ماموريت وظيفه لاس ته راولی . لوشن څو څو ځله له راهب څخه صميمانه تقاضا وکړه چې ده ته ګټور هدايت ورکړي څو چې د ده نيکبخته هيله د عمل ډګر ته وړاندی شی . راهب وليدل چې خدمتګار د ډوډۍ په پخولو بوخت دی او د ډوډۍ خوړلو لپاره ډير وخت پاتی دی ، نو ورته يی يو بالښت ورکړ او ويی ويل چې که په دغه بالښت خوب کوی ، لوړ مقام او لويی ګټې به ترلاسه کړی شی . څرنګه چې لوشن د ليری سفر نه ډير ستړی شوی ، نو ژر ويده شو او په خوب کې يی وليدل چې په کانکور کې کامياب شو او له يوی ښکلی پيغلی سره يی واده وکړ ، ورپسی يی لوړی رتبی ته ترفيع وکړه او حتی يی د لسو کالو لپاره د صدارت عظمې وظيفه په غاړه درلوده او افتخاری لقب يی هم وګاټه دده پنځو زامنو هم د مشهورو او برجسته خاندانانو له لوڼو سره دواج وکړ او هم لوړو رتبو ته ورسيدل ، لنډه خبره دا ده چې ټوله کورنی يی نيکمرغه ژوند کوی . کله چې لوشن له خوبه راويښ شو او دا احساس ورته پيدا شو چې دا بالکل يو طلايی خوب دی ، په دی وخت کې د ږدنو ډوډۍ لاهم نده تياری شوی ، لوشن ډير خفه شو ځکه چې هغه لاهم د خوارۍ او فقيرۍ په حال کې دی . سپين ږيری راهب په خندا ورته وويل چې ژوند همداسی دی . دغه متل چې د ږدنو طلايی خوب ، د دی داستان نه راغلی دی او د پوچ خيال مفهوم لری او په دی تشبيه کوی چې خيالی او غير واقعی کار او پوچ ارزو هيڅکله سرته نه رسيږی . دغه متل عموما تمسخر معنی لری .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای