CRI Online

د ببر له خولې نه ځان بچ کوی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

وايی چې زر کاله دمخه د چين د سون په سلسله کې يو غريب لرګی والا و چې جو تای نوميده، هغه له موره ډېره مينه لرله. هر کله به چې د لرګيو تر پلورلو وروسته پيسې اخيستی، ښه ښه خوراکونه به يې مور ته ورکول. خو ښځه او ماشومان به يې خرابې ډوډی خوړلې. يوه ورځجو تای د ونو پوټو پری کولو په نيت غره ته وخوت، د غره په لمنه کې يې د تفريح په وخت کې ناڅاپه له يو ببر سره مخامخ شو، جو تای ډېر پريشان شو او بالاخره يې د ببر له خوا ونيول شو. کله چې هغه د ببر له خوا شل قدمه وکښل شو، ناڅاپه په لوړ اواز يې دای نارې وهلې-زما مرګ هېڅ مترحم نه دی. مګر مور به مې د چا په اتکا ژوند وکړی. ببر چې د ده تری اواز واورېد، ډېر ورخط شو او سمدلاسه يې وتښتېده. نو په دې وجه جو تای د بب له خولې نه ځان بچ کړ. د دې قصې نه خلکو يو متل جوړ کړ چې وايی د ببر له خولې څخه ځان بچ کوی او هغه خلک صديق کوی چې له ډېر خطر څخه بچ کړی دی. د پروګرام په پاتی برخه کې به د دې متل په باب لنډه قصه واورئ- د چې ملک ناپوه سړی د اسمان له لويدو څخه انديښنه کوی. وايی دری زره کاله دمخه د اوسني چين په مرکزی سيمه کې يو وړوکی ملک و چې چی نوميده، د دې ملک يو ناپوه سړی هره ورځ په دې انديښنه کې و چې اسمان به يوه ورځ ولويږي. نو په کور کې يې د غم په وجه اشتها له لاسه ورکړه او خوب يې هم نه راته. ګاونډی ور ته توصيه ورکړه او و يې ويل چې اسمان بخار دی، هر ځای د بخار نه ډک دی. ته هره ورځ په بخار کې تنفس کوی، لکه څنګه چې په اسمان کې ژوند کوی، نو اسمان څنګه لويدای شی؟ خو دغه سړی لا هم خپه شو او تپوس يې وکړ چې سره له دې چې اسمان نه لويږی، لمر، سپوږمۍ او ستوري هم نه لويږی؟ زمکه هم خرابيږی؟ که و يې لويږی، انسان ته صدمه نه رسيږی؟ له دې قصې نه يو متل جوړ شو چې وايی د چې ملک سړی د اسمان له لويدو څخه انديښنه کوی. د دې متل مفهوم بی مقصوده انديښنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای