CRI Online

لومړی زنګوله پخپله د زنګوله تړونکي له خوا خلاصېږی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:18

وايی چې په لسمه پېړۍ کې يو لوی راهب و چې فا ين نوميده او د چين د بوډيزم په تاريخ کې يو ډېر شهرت درلود. هغه د جنوبی چين د جين لين يعنی نننی نان جينګ ښار د چين ليان شه په نامه معبد کې اوسېده او په دغه معبد کې يو بل راهب هم اوسېده چې تای چين نوميده. څرنګه چې تای چين يو باصراحته راهب و او خپلو کارونو ته يې دومره پاملرنه نه کوله، نو د معبد نورو راهبانو ور ته په سپکه سترګه کتل. يوازی لوی راهب فا ين ور ته د قدر په نظر کتل. يوه ورځ لوی راهب فا ين له شاګردانو څخه پوښتنه وکړه چې د يو ببر په غاړه زنګوله تړل شوې ده، څوک خلاصولی شی؟ شاګردانو يو بل ته مخ واړاوه او هېڅ چاره يې نه درلوده. ځکه چې ببر ډېر خطرناک حيوان دی او هېڅ څوک د ده له غاړې نه د زنګولې د خلاصولو جرات نه لري. په دغه وخت کې راهب تای چين له بهر نه کوټې ته ننووت. کله چې دغه پوښتنه يې واورېده، بی له ځنډه يې داسی ځواب ورکړ چې زنګوله دې پخپله د زنګوله تړونکي له خوا خلاصېږی. لوی راهب فا ين د دې ځواب نه ډېر راضی و او نورو شاګردانو ته يې وويل تاسی بايد تای چين ته په سپکه سترګه و نه ګوری. له دې قصې څخه يو متل جوړ شو چې زنګوله پخپله د زنګوله تړونکي له خوا خلاصېږي، معنی يې دا ده چې هغه چا چې مشکلات رامنځته کړی دی، بايد پخپله دغه مشکلات حل کړي.

ټينګ عزم کلکه ډبره ماتولی شی.

يوولس پيړی د ميلاد نه مخکې يو نامتو غشی ويشتونکی و چې شونګ چو زه نوميده، يوه شپه کله چې دی د غره په دره کې روان و، د لارې تر څنګه يې يو تور شی وليده. ده ګمان وکړ چې يو ببر دی، نو سمدلاسه يې غشی راواخيست او په زوره يې پری وويشت. مګر هغه شی لا هم ځای پر ځای پروت و. شونګ چو زه فکر وکړ چې ايا دغه ببر مړ شو؟ کله چې هغه ور ته نژدی شو، نو پوه شو چې دا ببر نه، بلکې يوه لويه تيزه ده او د ده غشی په دې تيزی خښ شو. له دې قصې نه معلومېږي چې که څوک ټينګ عزم لری، هر راز مشکلات له منځه وړلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای