CRI Online

په خندا پسی ژړا ده

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

دوه زره کاله دمخه د چی ملک يو بااستعداده مامور و چې چون يو کوين نوميده. هغه د فصاحت او بلاغت خاوند و او جرات يی درلود چې پاچا ته په مستقيم ډول خپل پيشنهاد کړی. يوه ورځ د چو ملک په چی ملک باندی سخته حمله وکړه. د چی پاچا چون يو کوين د خپل نماينده په توګه د جاو ملک ته وليږه. د جاو ملک څخه يی امدادی فوج وغواړی. د جاو ملک پاچا د چون يوکوين د غوښتنې سره سم سمدستی شا ته لاړل. پدی سبب د چی پاچا ډېر خوشحاله شو او په وياړ ميلمستيا ترتيبه کړه او ور څخه يی تپوس وکړ چې صاحب، تاسی چو پياله شرابه څښلی شی، ترڅو مست شی. چون يو کوين ځواب ورکړ چې زه چې لس ليتره شرابه وڅښم، مست به شم او د سلو ليترو شرابو د څښلو نه وروسته به هم په نشه کې شم. پاچا چې دې عجيب ځواب يوه نه شو نه بيايی؟ پوښته وکړه چې تاسی د لس ليتره شرابو په څښلو مست کيدای شی، نو څنګه به سل ليتره شرابه څښلی شی؟ چون يو کوين ځواب ورکړ چې د شراب ظرف به د شراب خورۍ د ميدان، د شراب خور د احساس او علاقې سره سم زيات يا کم شی. مګر هغه بيا داسی وويل له اندازې نه زيات شراب څښل د جنجال او نښتې سبب وی او خندا پسی ژړا ده او هر څيز د دې قاعدې مراعات کوی. د چی پاچا يوشراب خور و او حتی ټوله شپه به په نيشو کې ډوب و. وروسته تر هغه چې دچون يو کوين ګټوری خبرې يی واوريدې، له نيشو څخه يی ځان خلاص کړ. يوه بله قصه يی دا ده چې کانفوسيوس په يومعبد کې د شراب يو ډول پياله وليدله چې دغه پياله دا قابليت لری چې په پياله کې شراب يا اوبه کمې وي، پياله شيوه وی، که نيمه برخه پاتی وی، پياله به نيغه او ولاړه وی، که پياله ډکه شی، چپه به شی. کانفوسيوس نو وويل چې هر څيز اوج ته د رسيدو نه وروسته د زوال په خوا قدم وهی، لکه په خندا پسی ژړا ده. د دی متل مفهوم ډېر جوت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای