CRI Online

په کوزړۍ پټې ته اوبه ورکول کېږي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

وايی چې دوه زره کاله مخکې زه ګوی د کنفوسيوس يو ښه شاګرد و او د فصاحت او بلاغت خاوند و. کله چې ده د چين ملک ته د تګ په لار کې د يو سيند په غاړه يو سپين ږيری په داسی حال کې وليد چې پټې ته يې اوبه ورکولی، خو طريقه يې ډېره عجيبه ښکاريده چې لومړی به يې د څاه تل ته يو شيوه تونل کينده او بيا به يې له څاه نه کوزۍ په اوبو ډکه کړه او ورو ورو به يې پټې ته اوبه ورکولی. څرنګه چې د ده د خړوبی طريقه ډېره وروسته پاتی وه، نو زه ګوی ور ته په نرم اواز وويل چې بابا جانه، تاسی ولی د اوبو د کښولو اله نه استعمالوی؟ د دې الی نه په استفادې سره هره ورځ سل ټوټی پتيو ته اوبه ورکول کېږي. ايا تاسی په دې نه پوهېږي؟ سپين ږيری بابا چې د ده خبرې واورېدلې، په قهر جنه لهجه يې ځواب ورکړ چې ولی نه، مګر نه غواړم چې دغه اله استعمال کړم ځکه چې که په کرکيله کې د پخواني ميتود په ځايی ميخانيکی الې استعماليږي، نو زما فکر او ذهن به هم بدليږي، ټينګ عزم لرم چې د موډل ميتود پيروی و نه کړم. د غه متل چې په کوزړۍ پټې ته اوبه ورکول کېږي، په هغو خلکو اطلاق کوی چې اصلاح نه غواړی او د محافظه کاری پيروی کوی.

يوه پياله اوبه د يوې ګاډې د لرګو اور وژل.

منفوسيوس يو مشهور ايديالوژيست او د کانفوسيوس د حکومت وارث و. د ه د هغه وخت له واکمنانو څخه غوښتل چې د خير خواهی سياست اجرا کړي. سره له دې چې د ده سياسی فلسفه په ذهنی ايدياليزم پوری اړه لري، خو په هغه وخت کې چې جګړې ډېرې روانې وې او خلکو تر ظالمانه تسلط لاندی شپې ورځې تيرولی، د منفوسيوس دغه غوښتنې په غير مستقيم ډول د خلکو د هيلو انعکاس کړی و. که څه هم هغه په خپله هم په دې ښه پوه و چې د خير خواهی سياست چلول ډېر مشکل کار دی، خو لا هم يې د خپلې سياسی ادعا د تبليغ لپاره ډېره هڅه وکړه او و يې ويل چې خير خواهی به هرومرو بدخواهی ته ماتی ورکړی لکه اور چې د اوبو په واسطه مری. مګر اوس هغه خلک چې دخير خواهی پاليسی چلوی، غواړی چې په يوه پياله اوبه د يوې ګاډې د لرګو اور ووژني، البته دا نه کېږي. دغه متل د قوت د کمزورتيا مفهوم لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای