CRI Online

په تشو لاسو ببر نيول او په لوڅو پښو له سيند څخه پوری وتل

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

ځه لو د کانفوسيوس يو شاګرد و. که څه هم هغه ډېر تکړه او توريالی و، خو هوښيار او زيرک نه و. ځکه نو د کانفوسيوس خوښ نه شو او د دا نظر يې درلود چې دی يو بی ادبه زلمی دی. د ده په نسبت پر کانفوسيوس خپل يو بل شاګرد اي حوی ډېر ګران و. نو ځه لو په زړه کې په خپل استاذ قناعت نه درلود. يو وار ځه لو په کسته له کانفوسيوس څخه تپوس وکړ چې استاذ صاحب، که تاسی د لوی جنرال په توګه د پوځونو قوماندي وکړي، څوک به ستاسو د معاون په حيث وټاکل شي؟ ځه لو دا ری واهه چې په جنګ کې د باادبه او باسليقې اين حوی نه دی ميدا ګټلای شي، خو د پيشبينۍ نه وتلی خبره دا ده چې کانفوسيوس ځه لو ته داسی ځواب ورکړ چې په تشو لاسو ببر نيول او په لو څو پښو تر سيند پوری وتل يو خطرناک کار او ماجراجويی ده. څوک چې د دې ماجرا د تر سره کولو لپاره خپل ژوند هم نه سپموی، د ستاينې وړ به نه وې، هغه کسان زمان خوښيږي چې په محتاطه رويه او د تاکتيک له لارې خپل کار ته بري سره سر ته رسوي.

يو زرو پنځه سوه کاله دمخه د شمالی وی سلسلې امپراطور تای وو دی يو وار د ښکار لپاره تلو او يو اشراف زاده چې که سی لين نوميده، د امپراطور سره ملګری و، دی اوولس کلن تکړه او غښتلی زلمی و. د ښکار په وخت کې ناڅاپه يو غټ ببر راښکاره شوه او ټول وار خطا شول. مګر که سی لين د خطر نه سره سره يو لوی ګام پورته کړ او دغه غټ ببر يې ژوندی په لاسو ونيوه. امپراطور ډېر خوشحاله شوه او ويی ستايه. مګر په انتقاد سره يې ور ته وويل ته ډېر ځوان يې او اوس د هېواد لپاره ستا د خدمت وخت دی. نو بايد خپل ژوند ته په درنه سترګه وګوری. په تشو لاسو د وحشي ببر نيول خطرناک کار دی. که مړ شي، مستحب به نه وي. دغه متل په هغو خلکو باندی استعماليږي چې يوازی جرات لري، نه تاکتيک.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای