CRI Online

د زرو کيلو مترو له ليری ځايه د قو بڼه وړی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

دغه متل د سون امپراطوری دورې راهيسی په زياتو شعرونو کې ليدل کيږی. د دې متل د جوړېدو قصه دا ده چې وايی د تان په امپراطوری دوره کې د محلاتو مشرانو به هر کال امپراطور ته زيات شمېر قيمتی شيان د باج په توګه ورکول. يو وار يو محلی مشر خپل مامور ته چې ميان بو ګاو نوميده، حکم ورکړ چې امپراطور ته دی يو قو وړاندی کړی. کله چې ميان بو ګاو د ګای يان له جهيل څخه تيريدو، هوا ډېره توده وه، ميان بو ګاو نوليدل چې قو په قفس کې ډېر خيرن او مړ ژواندی تر سترګو کيده. ځکه نو قفس يی خلاص کړ څو چې قو د جهيل په اوبو کې ومينځی او تازه يی کړی، خو قو د ميان بو ګاو په ښه نيت و نه پوهيده او سمدلاسه والوته او تش يوه سپينه بڼه يی په زمکه پاتی شوه. ميان بو ګاو ډير خفه شو او هيڅ چاره يی نه درلوده او له ځانه يی وويل چې زه به امپراطور ته څه تحفه ورکړم؟ د زيات ری وهلو نه وروسته يی هم کومه لاره و نه مونده، نو په ژړا شو، ور پسی هغه ناڅاپه له مشکلاتو څخه ځان خلاص کړ او سمدستی يی له زمکې نه دغه بڼه په ګوته کړه او پلازمېنې ته وخوځيد. په هغه وخت کې چې امپراطور د محلاتو له نماينده ګانو سره ملاقات کاوه، نماينده ګانو ډول ډول ګرانې تحفې او محلی خاص شيان په احترام ور ته وړاندی کړل، يوازی ميان بو ګاو په دواړو لاسونو يوه سپينه بڼکه امپراطور ته وړاندی کړه. په امپراطوری ماڼۍ کې ټول وزيران او جنرالان شول. خو ميان بو ګاو په ارام زړه د امپراطور تخت ته څو ګامه وړاندی شو او يو شمېر يی ووايه. د شعر په سر کې يی د قو د ورکيدو قصه وکړه او په پای کې داسی دوه بيتونه وويل چې د زرو کيلومترو له ليری ځايه می د قو بڼه راوړی، دا برګ سبز و تحفه درويش ده، خو که څه هم سوغات می سپک اوناڅيزه دی، نيت می ښه او احساسات می ژور دی. امپراطور د ميان بو ګاو د عقل او هوښياری ډېره قدردانی وکړه او نه يوازی دا چې هغه ته يی سزا ور نه کړه، بلکی ښه ښه شيان يی وروبخښل. دا متل چې وايی د زرو کيلومترو له ليری ځايه د قو بڼه وړی، هغه وخت استعماليږی چې که څه هم د ميلمه تحفه ډېره ناچيزه وی، خو نيت يی ښه او احساسات يی ژور وی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای