CRI Online

د نورو په ازيت او بدجال باندی خوشحاليږی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

وايی چې د جين په ملک کې قحطي راپيدا شوه، نو د جين پاچا د ګاونډي هېواد چينګ څخه د غلودانو د پيرودلو غوښتنه وکړه. د چينګ ملک يو وزير چې بو لی جی نوميده، پاچا ته وويل چې طبيعی افت بی چاره ګی ده او له ګاونډي هېواد سره مرسته کول ښه کار دی. مونږ بايد تر وسې پوری له جين سره مرسته وکړو. په دې توګه د چينګ ملک د جين ملک ته زياته اندازه غله جات صادر کړی دی. مګر دوهم کال د چينګ ملک د قحطی کال و، نو د چينګ ملک استازي د له جين سره مشوره وکړه او د غلودانو د پيرولو غوښتنه يی هم وکړه. خو د جين پاچا او وزيرانو له مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې چينګ ته غله جات ور نه کړی. يوازی يو وزير چې چين جن نوميده، د دې پرېکړې سره يی مخالفت وکړ او و يی ويل چې چينګ پخوا مونږ ته مرسته راکړې وه، خو مونږ د دوی مرسته هيره کړې ده، اوس چينګ له مصيبت سره مخامخ دی، خو مونږ د دې د مصيبت څخه هم خوشحاله يو او چينګ ازاروو، مونږ هېڅ اخلاق نه لرو، نو وروسته مونږ څنګه د خپل هېواد دفاع کولی شو؟ بله کيسه يی دا ده چې وايی د جيو ملک پاچا محبوبی ښځې يو زوی زيږولی ؤ چې ځه توی نوميده، ور پسی پاچا مړ شو، د ده مشر زوی شی شاهی تخت ته پورته شو او لږه موده وروسته شی هم مړ شو، نو د ده زوی خوی پاچا شو، په دې وخت کې څو وزيرانو وسله وال شورش وکړ او پاچا خو يی لغوه کړ، دوی د ځه توی د سادګې او وړوکتوب څخه په ناوړې استفادې هغه شاهی چوکی ته ورساوه. دا په اصل کې د جيو ملک لپاره يو ډول مصيبت ؤ، خو ځه توی نيکبختی بلله او حتی يی د ورځې نه تر شپې پوری مزی چړچی کولی. نو ځکه خلکو داسی ويلی چې پاچا ځه توی بدبختی د نيکمرغۍ په حيث بولی. دغه متل چې د نورو له مصيبتونو څخه خوشحال دی، دا معنی لری چې نه يوازی مصيبت ځپلو خلکو سره هېڅ همدردی او خواخوږی نه لری او هم مرسته نه کوی، بلکې د نورو په اذيت او بدبختي باندی خوشحاليږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای