CRI Online

اخوندک د ګاډی د حرکت مخه نيسی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

وايی چې دوه زره کاله دمخه د شمالی چين يو وړوکی ملک و چې چی نوميده، يوه ورځ د چی پاچا په ګاډی د ښکار لپاره بهر ته لاړ او د لارې په اړخ کې يی يو چينجی وليد چې د ګاډی د حرکت د مخه نيولو لپاره يی کوښښ کاوه. پاچا له ګاډی وان څه تپوس وکړ چې دا څه چينجی دی؟ دا يو اخونک دی چې ګاډی راغی، و يی غوښتل چې د ګاډی د حرکت مخه نيسی، د خندا وړ ده چې خپل توان نه پيژنی. ګاډی وان پاچا ته ځواب ورکړ. پاچا په مسکا وويل چې دا يو توريالی مبارز دی، هغه ته مه ځوروو. بيا يی ګاډی وان ته امر ورکړ چې ګاډی د بلی خوا نه تيره شی. کله چې نورو زياتو کسانو دغه خبر واوريد، دوی پاچا داسی وستايه چې د توريالی او قوی مبارزانو ډير احترام کوی، نو زيات شمېر مبارزان په پر له پسی ډول د پاچا په شاوخوا کې راغونډ شول. دا د ګاډی د حرکت د اخوندک د مخه نيولو د کوښښ په باب قصه ده. ور پسی له دې قصې نه يو متل جوړ شو چې اخوندک د ګاډی د حرکت د حرکت مخه نيسی، دغه متل نه د مبارز په مقابل کې استعماليږی، بلکی هغو کسانو ته تشبيه ورکوی چې خپل توان نه پيژنی، د دې متل په باب يوه بله قصه په هغه تاريخی کتاب کې هم ليدل کيږی. وايی چې د لو په ملک کې يو سړی و چې ين ګای نوميده او د فضليت او اخلاق خاوند و. کله چې د وی ملک د پاچا لخوا د مشر شهزاده کوای کوی د استاز په حيث وګمارل شو او پوه شو چې شهزاده کوای کوی يو ظالم شهزاده دی او له قدرت څخه يی ناوړه استفاده کوی. نو وزير کيو بو يو ته يی وويل د دې بد نام سړی په مقابل کې به څه وکړم؟ که په جدی توګه هغه وروزم،حتمأ به له ما نه نفرت وکړی، حتی به يی ووژنم. ستا په نظر زه به څه وکړم؟ وزير کيو بو يو ور سره ډيره همدردی وکړه او ور ته وويل چې ستا نيت ښه دی، خو د دې واقعيت په وړاندی ته لکه د اخوندک په شان د ګاډی د حرکت د مخه نيولو کوښښ کوی، خپله وظيفه ښه تر سره نشی کولی. دغه متل هغو کسانو ته تشبيه ورکوی چې خپل توان نه پيژنی، نو حتمأ به شکست وخوری.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای