CRI Online

د سمندر په وړاندی د خپل وړوکتوب له امله تاسف کوی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

افسانه يی دا ده چې په ژيړ سيند کې يو رب اوسيده چې هه بو نوميده. د ده په أند، ژيړ سيند په نړۍ کې تر ټولو لوی سيند دی او په دې سيند کې اوبه د نورو سيندونو نه زياتې دي، نو هه بو له دې سيند څخه نه و راوتلی. منی راغی، د سخت باران له امله په سيندونو کې سيلاوونه راپيښيدل او ټولې اوبه د ژيړ سيند ته روانيدي چې په نتيجه کې په ژيړ سيند کې د سيلاوونو له امله د سيند په دواړو غاړو کې زيات زمکې تر اوبو لاندی وې. د سيند رب ډير خوشحاله شو او ګمان يی کاوه چې د نړۍ ټولې اوبه ژيړ سيند ته رسيدلي دي. رب د اوبو سره د ژيړ سيند په پای کې شمالی سمندر ته ورغی او يی وليدل چې لوی سمندر بی پايه پراخ دی. په دې وخت کې رب هه بو ډير شرمنده شوه او د سمندر په وړاندی يی اه وايست او ويی ويل چې پخوا يی ځان تر نورو لوړ باله، اوس می ستاسی لويه او پراخه سينه وليده، نو پوه شوم چې خپل پخوانی تکبر می بالکل بی دليله دی. زه به د تل لپاره د نورو پوهانو لخوامسخره شم. د شمالی سمندر رب د ژيړ سيند رب ته وويل ډيره درسته ده چې له هغه چونګاښ سره چې د څاه په تل کې ژوند کوی، د سمندر په باب غږيدل هېڅ اهميت نه لری، ځکه چې چونګاښ د سمندر په باب هېڅ معلومات نه لري. دغه راز که له چينجی سره چې د دوبی په فصل کې ژوند کوی، د کنګل په باب څه وغږيږي، هم بی اهميته کار دی ولی چې چينجی کنګل نه دی ليدلی. اوس ته له تنګ سيند څخه لوی سمندر ته راغلی يی او خپله ساده ګی دی وليدله چې دا ستا لپاره يوه لويه ترقی ده. د شمالی سمندر رب وويل چې د ټولې نړۍ اوبه سمندرونو ته ورانيږی، خو سمندرونه هېڅکله له اوبو څخه نه ډګيږی او وچيږی هم نه، مګر مونږ په هېڅ وجه مغروره نه يو ځګه چې پوهيږو چې مونږ يوازی په کيهان کې يوه وړوکی برخه يو،جوته ده چې د ژيړ سيند ساحه لکه په په ګدام کې يوه دانه ږدن دی. له دې افسانی نه پرته له دې متل نه چې د سمندر په وړاندی د خپل وروکتوب له امله تاسف کوی، نور څو متلونه هم جوړ شوي دي مثلا شمالی سمندر نه وچيږی، له چونګاښ سره د مندر په باب غږيږی، په ګدام کې يوه دانه ږدن.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای