CRI Online

ټينګه اراده برياليتوب نښه ده

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

ددې متل په برخه کې يوه قصه هم شته او هغه دا ده چې په پنځه ويشتم عيسوی کال کې امپراطور ليو سيو د مرکزی چين د هه نان ولايت د لو يانګ په ښار کې د ختيځ هان په نامه امپراطوری حکومت قايم کړ. په هغه وخت کې چين واحد هېواد نه و او زياتو بادشاهانو او حاکمانو د چين په بيلا بيلو ځايونو کې خپل تسلط قايم کړی و. د امپراطور ليو سيو يو جنرال چې ګن يان نوميده، د زلميتوب په وخت کې د ليو سيو ملګری شو او په جګړو کې يی ډېرې کارنامی قايمې کړې. په اته ويشتم عيسوی کال کې جنرال ګن يان د نان يان ښار اشغال کړ او ور پسی يی امپراطور ليو سيو ته دا وړانديز وکړ چې ختيځ ته لښکر کشی وکړی، ترڅو د هغه ځای د غښتلي حکمران جان بو قدرت له منځه يوسی. مګر دغه وړانديز د نورو جنرالانو لخوا قبول نه شو، خو امپراطور ليو سيو دغه وړانديز ومانه. د يو کال د تياري نه وروسته جنرال ګن يان د خپل پلان په عملي کولو لاس پوری کړ. هغه په يوه ګوزار د جان بو د محاذ مخکنی مواضع ونيول او وروسته بيا يی د غوره تاکتيک په استعمالولو سره يوه ولسوالی اشغال کړه. جان بو د دغې ماتی له امله ډېر په غضب شو او د خپلو دوو لکو عسکرو په راغونډولو سره يی له ګن يان سره د ژوند او مرګ جګړه وکړه. د جګړې په ترڅ کې د ګن يان ورون د يوه غشی لخوا ولګيده، خو هغه د خپل زخم پروا و نه کړه او په خپلو عسکرو په رهبرۍ يی جان بو ته ماتی ورکړه. څو ورځې وروسته امپراطور ليو سيو ته د جنګ زيری ورسيده. امپراطور په خپله جنګی محاذ ته راغی او باغير ته عسکرو ته يی هديی ورکړې. هغه د جنرال ګن يان لاس ټينګ ونيوه او ور ته يی وويل چې پخوا ستا پلان د نورو جنرالانو په نظر نه شو عملی کيدای، خو نن کامياب شو، په رښتيا ټينګه اراده د برياليتوب نښه ده. له دې قصې څخه څرګنديږی چې که څوک زيار وګالی او ټينګ عزم ولری، نو حتمأ به بريالی شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای