CRI Online

دروازه پوری کوی او خپله اشتباه تامل کوی.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

دوه زره کاله مخکی د لويديځ هان په سلسله کې هان تين شو د يوی منطقی مشر و او هميشه يی د مامورينو مشوری او ګټور وړانديزونه منل. هغه د درو کالو د ماموريت په موده کې د جدی حکمونو په غوره کولو سره ډول ډول قضيې حل کړی چې په نتيجه کې بد کشان او ناوړی پېښې ډېرې کميدی. ور پسی هان تين شو د دا لی سيمې رهبر شو او د خپل ماموريت په لومړيو څو کالو کې خپلو اړوندو ولسواليو ته نه تلو. يوه ورځ يو مامور هغه ته وړانديز وکړ چې د کتنې لپاره ولسواليو ته لاړ شی څو چې محلی دود دستور له نژدی نه وګوری او د ولسوالانو د کار د برياليتوبو معاينه وکړی. خو هان تين شو وويل چې په هره ولسوالی کې هوښيار حکمران شته او قاضی هم د ښه او بد توپير کولی شی. فکر کوم چې ليدنه کتنه دومره مهمه نه ده، برعکس دوی ته به تکليفونه ورکړم. خو مامور بيا وويل چې اوس پسرلنې کرهنه پيل شوی ده. ښه به دا وی چې د کرکيلی معاينه وکړی. هان تيان شو ناچاره په کتنې پيل وکړ. کله چې هغه د ګاو لين والسوای ته ورسيد، دوو وروڼو د پټې دلانجې په وجه هغ ته د حال عرض وړاندی کړ. د دغې مناقشې په اثر هان تين شو خواشينی شو. هغه وويل ما د يوې منطقې د مشر په توګه د منطقې خلکو ته ښه ښوونه او روزنه نده ورکړې، نو په نتيجه کې د پټې د لانجې په غرض د دوو سکو وروڼو د دعوی قضيه رامنځته شوې ده، دا زما سهوه ده، لازمه ده چې زه د خپلې دندې څخه استعفا وکړم. دوهمه ورځ هان تين شو د ناروغۍ په پلمه په کور کې ګوښه تېره کړه او خپله اشتباه يی تامل کړه محلی مامورينو چې دغه خبر واوريده، ډير متاثر شول او د خپلې دندې اهمال يی هم ومانه. همدا شان هغه دوه وروڼه چې د پټې د مناقشې لپاره يی د حال غرض وړاندی کړی و، هم د هان تين شو د اشتباه منونکې جرات نه متاثره شول، د يو بل سره يی پخلا کوونکی رويه غوره کړه. وروسته له دې نه محلی خلکو او مامورينو هان تين شو ته د پخوا په نسبت په ډېر احترام او د اکرام په سترګو کتل. دغه متل چې وايی دروازه پوری کوی او خپله سهوه تر نظر نيسی، په ځان باندی د انتقاد مفهوم لری.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای