CRI Online

د سی چوان سپی لمر ته غاپی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:36

پو پښتل متل دی چې وايی سپی غاپی، کاروان تيريږی. خو دواړه معنی ګان يی بيلې دي چې چينی متل دا مفهوم لری چې کم ليدل ډيره حيرانی. د دې متل له هغه ليک څخه راغلی دی چې د تان سلسلې د مشهور سياستمدار او اديب ليو ځون يوان له خوا ليکل شوی وه. ليو ځون يون يو زرو دوه سوه کاله دمخه په سياسی اصلاحاتو کې ګډون وکړ، خو د اصلاحاتو له ناکميدو وروسته د ده رتبه تنزيل شوه او د جنوبی چين د هو نان ولايت د يوې سيې د مشر په توګه مقرر شو. يوه ورځ يو ځوان چې وی جون نوميده، ليو ځون يون ته يو ليک وروليږه او په هغه وخت کې يی وغوښتل چې د ده د ادبی استعداد او اخلاق د درناوی لپاره د ده د شاګرد په توګه وبولی څو چې د ادبی خلاقيت په برخه کې ورڅخه زده کړه وکړی. مګر ليو ځون يون د دې ليک له لوستلو وروسته ډېر متاثر او په ځوابی ليک کې يی په متواضع ډول وليکل چې استعداد می ډير کم دی او جرات نه لرم چې شاګرد ومنم. اوس استاذ د نورو تر درناوی لاندی نه دی، که څوک د چا د زده کړې غوښتنه وکړی، د نورو د خندا وړ به وی. په ياد می دی چې د مشهور شاعر جيو يون په يوشعر کې ليکلی چې په ښار کې سپي غاپی، علت يی دا دی چې دوی نه پېژندل شوی شی ليدلی دی، نو د حيرانتيا له امله غاپی، يوازی دغسی سپی د خندا وړ دی. ليو ځون يوان نور ده مثالونه هم راوړل او ويی ويل چې اوريدلی می دی څرنګه چې په سی چوان ولايت کې باران ډير دی او لمر کم ليدل کيږی، نو هر کله چې اسمان شين وی او لمر راخيژی، نو سپي له دې کبله چې لمر کم ليدل کيږی، د حيرانتيا په اثر ډير غاپي. پخوا می ګمان کاوه چې دا حقيقت نه دی، خو شپږ او کاله کيږی چې دلته راغلی يم، کله چې د يو کال په ژمي کې واوره اوريده، څرنګه چې دلته شپيو هېڅکله واوره نه ده ليدلې، نو د څو ورځو لپاره يی په لوړ اواز وغپل او منډی رامنډی يی ووهلې. څو چې واوره وليی شوه، سپي ارام شول. په دې توګه په هغه اصطلاح معتقد يم. د دې متل چې وايی د سی چوان سپي لمر ته غاپی، د نورو د سپکاوي او تحقير معنی لری او عمومأ هغه کسان تشبيه کوی چې کم ليدل ډيره حيرانتيا.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای