CRI Online

فلزی استحکامات او په خندقونو کې ايشيدلی اوبه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:36

دغه متل هغه ښار تشبيه کوی چې د ښمنانو د بريد په مقابل کې ډير محکم دی. کيسه يی دا ده چې وايی دوه زره کاله دمخه د چينګ په سلسله کې د فان يانګ په ولسوالۍ کې يو منور چې کوای تونګ نوميده، د ډېر فصاحت خاوند ؤ. په هغه وخت کې د چينګ د سلسلې د ظالمانه تسلط په مقابل کې د چن شن په مشرۍ د بزګرو شورش وشو، د چن شن تر لاسه لاندی د وو چن په نامه يو جنرال و چې د ده تر رهبری لاندی بزګرو فان يانګ ته د پرمختګ مخه وکړه. په دې حساسه وخت کې کوان تونګ د فان يانګ ولسوال ته وويل چې زه د فان يانګ يو معمولی اوسيدونکی يم، په دې نسبت چې ته به ډير ژر مړ شی او په خاص ډول ستا د مرګ سره د ډاډګيرانی او خواخوږی لپاره دلته راغلم. مګر له دې امله زه راغلی يم چې ستا ځان له مرګ څخه وژغورل شی، نو تا ته مبارکی هم وايم. ولسوال ډير حيران شو او فکر يی وکړ چې د ده خبرې ګواکی سمې دي، نو ور ته يی سلام واچاوه او ويی ويل چې ته ولی داسی وايی چې زه به ژر مړ شم؟ کوان تونګ ځواب ورکړ چې څه نا څه لس کاله کيږی چې د ولسوال دنده دې په غاړه اخيستې ده او په دې موده کې دی ډير کسان وژلي او د ډيرو کسانو لاسونه دې پرې کړي دي، په حقيقت کې دا زمونږ د ولسوالۍ د خلکو لپاره اسان کار دی چې ته يی وژنی، مګر دوی د چينګ د جزايی قانون څخه ويريزی. اوس په هېواد کې ګډوډی راپيدا شوی او جزايی قانون هېڅ ډول رول نه لری، ايا دا وخت ژر به رسيږی چې ستا په خيټه باندی چاقو ښخ شی؟ ولسوال بيا تپوس وکړ چې ولی تا بيا وويل چې زه به د مرګ څخه ځان ژغورلی شم؟ کوان تونګ ور ته وويل چې جنرال وو چن اوريدلی دی چې زه يو مشهور منور يم، نو غواړی چې زما نظريې واوري. زه به ژر له ده سره ملاقات وکړم او غواړم چې ور ته به وړانديز وکړم چې فان يانګ محکم دی، خو ولسوال له مرګ څخه ويريږی او غواړی چی تسنيم شی. که تاسی ولسوال ووژنی،نو نور ولسوالان به په ټينګ عزم د خپلو ښارونو دفاع وکړی او هر ښار به محکم شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای