CRI Online

اور اور وژنی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:36

يوه ورځ د کنفوسيوس شاګرد اين حوی د خپل استاد سره د خدای پامانې لپاره د کنفوسيوس کور ته لاړ، کنفوسيوس تری تپوس وکړ چې چيری ځی؟ اين حوی ځواب ورکړ چې د وی ملک ته ځم، بيا يی وويل چې اورېدلی می دی چې د وی د ملک پاچا ډير ځوان دی، خو سلوک يی ډير خراب دی. هغه په خپله خوښه د ودلتی قدرت څخه ناوړه استفاده کوی او د خلکو ژوند ته هېڅ پام نه کوی، خو هيچا د ده د اشتباه څه نه دی ويلی او دولتی چارو د اداره کولو په برخه کې يی له ده سره مرسته نده کړې، په دې توګه د ده د اشتباه د سمولو لپاره د دوی ملک ته ځم. کنفوسيوس د اين حوی خبرې واورېدې، بی له اختياره مسکې شو او و يی ويل چې ايا ته د پړانګ خوله ته ځی؟ تا اورېدلی چې کوم پاچا د خپلو وزيرانو نصيحتونه منلي دي، نو ستاسو ورتګ ته څه اړتيا شته؟ ايا د وی په ملک کې داسی هوښيار وفادار وزيران نشته؟ يقين دی چې د وی پاچا يوازی د خيانتکارو مامورينو افترااميزی خبرې اوري او د وفادارو مامورينو نصيحتونه نه مني، نو هېڅوک جرات نه لری چې د ده بده اعمال سم کړی. ښايی چې د وی ملک ته د رسيدو نه وروسته به هرومرو د وی د پاچا اطاعت وکړی، که ور سره مخالفت وکړی، نو حتمأ به هغوی د ځورونې سره مخامخ شی او حتی و به دی وژنی. زما نظر دا دی چې د وی ملک ته مه ځه. په بله ژبه که تاسو د وی پاچا اشتباه سمه نشی کړی، برعکس د ده اطاعت به وکړی، نو په دې مفهوم چې د ده بده اعمال به ومنی او د ده د بدو اعمالو نور يو بل ملاتړ کوونکی به زيات شی. که په اور اور وژنی، اور نه مړ کيږی. که څوک د اوضاعو د خړپړتيا د کمښت او د تکلفونو د حل لپاه غلطه طريقه استعمال کړی، نو به يوازی دا چې دغه تکللفونه نشی حليدای او د اوضاعو خړپړتيا نشی ليری کيدای، برعکس به خړپړتيا نوره هم زياته شی او تکليفونه به هم لا پسی مشکل شی. دغه متل چې په اور اور وژنی،د هغه متل سره مشابه دی چې د اور وژلو لپاره لرګی استعمالوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای