CRI Online

د چين د ځوانې سندرغاړې سچينتويا له خوا ويل شوی مغولي سندرې

cri     (GMT+08:00) 2009-11-18 11:21:49

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د ځوانې سندرغاړې سچينتويا له خوا ويل شوی يو شمېر په زړه پورې مغولي سندرې وړاندې کړو. لومړی به موږ په ګډه ددې له خوا ويل شوی يوه وطني سندره واورو چې نوم يې دی سپين مرغه. دغه سندره د چين په کورنی مغولستان کې ډېره مشهوره ده چې په کې له خپل وطن سره د وګړيو مينه څرګندېږي.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د سچينتويا له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و سپين مرغه. سچينتويا د چين په کورنی مغولستان کې زېږېدلی ده او د ماشومتوب په موده کې يې د سندرو له ويلو سره مينه درلوده. سچينتويا په ١٥ کلنۍ کې د هولون بوېر په ملي هنري ښوونځي کې د سندرو ويلو زده کړه وکړه. له فراغت وروسته سچينتويا د چين د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د عمومي سياسي هنري ډلې د يوې ځانګړی سندرغاړې په توګه وټاکل شوه او تر هغې وروسته يې د چين د ولسي ازادۍ بښونکی پوځ په هنري پوهنځې کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

په دې وروستيو کلونو کې د ښوونکو د لارښوونې او د خپلو کوښښونو له امله د سندرو ويلو د سچينتويا ځانګړی سبک رامنځته شوی چې زيات شمېر اورېدونکي او مينه وال يې راجلب کړي دي .

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سچينتويا له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې د کورني مغولستان په لوېديځ اردوس سيمه کې ډېره مشهوره ده.

سچينتويا په ٢٠٠٨ کال کې خپل لومړی البوم خپور کړ چې په کې د مغولي قوم ١٢ ولسي سندرې ثبت شوی دی. د دغو سندرو د ويلو له لارې له خپل وطن او خلکو سره د مغولي خلکو مينه په ښه توګه څرګندېږي. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د سچينتويا له خوا يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يې دی تور رنګه سدرۍ.

(سندره ٣)

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای