CRI Online

سندرغاړه چن لين او د هغې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2009-12-15 20:50:19

ګرانو اوريدونکو، د چينی موسيقې پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلی کوم او په نننی پروګرام کې به د يوې چينی سندرغاړې چن لين او د هغې له خوا د ويل شويو سندرو په اړه مالومات درکړم. د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې د چين په ستره برخه کې مشهورې سندرغاړې چن لين څو ورځې مخکې له دنيا څخه لاړه چې عمر يوازی نهه ديرش کاله و. قدرمانو دوستانو، همدااوس تاسی د هغې له خوا ويل شوې يوه مروجه سندره واوريده چې نوم يې زه ستاسی په مينه نه پوهېږم.

(سندره)

د دغې سندرې له خپرولو وروسته چن لين نامتو شوې او هم يوه مروجه سندرغاړه ګرځيدلې وه. کله چې چن لين شپږ کاله وه، د سندرو ويلو د ښه مهارت له امله يې د سی چوان په ولايت کې ښه شهرت وموند او له لويدو وروسته يې د خپل ولايت د نڅاوو پوهنځي د محلی هنر له ټولګې څخه فارغ شوه او د دغه ولايت د محلی هنر په ډله کې شامله شوه. په ١٩٩٢ کال کې چن لين د مروجو سندرو ويلو د خيال د ريښتيا کولو لپاره له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او بيجينګ ته ولاړه. له نيکمرغه بيجينګ ته له رسيدو وروسته په دوهم کال کې د بادې شوې سندرې په اتکا د سندرو ويلو په تولنې کې نامتو شوه.

(سندره)

د چن لين لومړی البوم ډېر بريالی شو چې د پلورلو شمير يې يو مليون او پنځه سوه زرو ته ورسيد. خو له دې وروسته په څو کلونو کې د هغې سندرو ښه غبرګونونه نه دی تر لاسه کړی او په ٢٠٠٢ کال کې د هغې څلورم البوم بيا بری وموند. په هغه البوم کې د موسيقې فيشن دودونو اوريدونکيو ته په زړه پوری احساسات رسولي. قدرمنو دوستانو، اوس به په دغه البوم کې تر تولو ښکلې سندره واورئ چې نوم يې له ما نه مه ويرېږي، زه دلته له تاسو سره يو ځای يم.

(سندره)

په ٢٠٠١ کال کې د چن لين پنځم البوم خپور شو چې د موسيې رنګا رنګ ډولونه او د هغې ځانګړی اواز سمدلاسه د خلکو په خولو کې مروج شوه چې نوم يې که مينه پيدا شي، خوند به واخيستل شي. اوس تاسی به دغه سندره واورئ. په دغه سندره کې د مينې په اړه هغه نظريه ښودل کيږي چې په معاصرو ښارونو کې نجونې له مينې سره د مخامخ په وخت کې خپل طبيعی احساسات څرګندوي او د مينې له پای ته رسيدو وروسته هم ناهيلی نه دي.

(سندره)

چن لين په عمده توګه اووه البومونه خپاره کړي چې د هغې زياتې سندرې د خلکو خوښېږي. هغې هميشه د مينې سندرې ويلې، خو په پای کې يې د مينې له امله خپل ژوند پای ته ورساوه چې دا د انديښنې وړ دی. هيله من يو چې چن لين په جنت کې د تل لپاره خوشحالۍ سره سندره ووايي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای