CRI Online

د پټې يادونې په نامه سندره او نورې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2009-12-15 20:58:35

ګرانو اوريدونکو، د چينی موسيقې پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلی کوم او په نننی پروګرام کې به تاسی د هانکانګ او تايوان ځينې مروجې سندرې واورئ. دوه کاله مخکې سندرغاړې څای چون جيا د تايوان د ښو سندرو د په نولسمې دورې په ټاکنو د لومړيو غوره سندرغاړو د نومأندانو په ليست کې شامل شوه. د هغې نرم او پاک اواز تر اوسه پوری د زياتو اوريدونکو په زړونو کې پاتی دی. دوه کلونه وروسته هغې د خپلې نوي سي دي په خپرولو د سندرو ويلو په ټولنه کې بيا ګډون وکړ چې نوم يې د پيل ټکي ته ستنيدل دی. د هغې سندرې لا هم د پخوا په شان لکه نرمې وږمۍ او يا پاک چای خلکو ته أرام او په زړه پوری احساسات رسوي.

(سندره)

په دغه سندره کې چې نوم يې پټه يادونه ده، ښودل کېږي، که له چا سره مينه لری، د ده د کنترول اړتيا نه شته. په ځينو وختونو کې د مين په شا دريدل کول او په زړونو کې د يو بل ژمنې يادول هم يو ډول نيکمرغې ده. په سندرې کې داسی ويل شوی سره له دی چې په نړۍ کې زيات خطرونه موجود دي، خو زه به په پټ ډول ستاسو تر څنګ ولاړ يم او پټه يادونه مې په زړه کې ساتم.

(سندره)

د تايوان سندرغاړي يو هونګ مينګ هميشه د عشقې سندرې وايي او زيات اوريدونکي په نيمه شپه کې د ده سندرې اوری چې د پيانو نرم اهنګ، د بريښنايی موسيقې الو غږونه او د ده پاک او سپيڅلی اواز د اوريدونکيو زړونه راجلبوي. په هغه سندره کې چې نوم يې يوه ورځ لکه لس زره کلونه دي، د مړي شوی مينې د دايمی يادونې په اړه خپل غمجن احساسات په پوره توګه ترسيم شوي دي.

(سندره)

په سندره کې ويل شوی ويريږم چې په شپه کې ستا يادوم او خوب ورځی. په هنداره کې خپله څيره ګورم چې له سترګو څخه اوښکې بهيږي.

ګرانو دوستانو، اوس به د يو هونګ مينګ يوه بله مشهوره مروجه سندره واورئ چې نوم يې له اسمان څخه شګې لويدل دي. په دغه سندره کې د حماسی شعر په شان يوه ناپايه صحرا ښکاره شوې او هم د مينې ناهيلې او دردونه څرګند شوي دي.

(سندره)

د سندرې شعر دا دی: هر څومره چې مينه ژوره وي، هغومره خپه هم ژوره وي. له اسمان څخه شګې ولويدلې او مينه په شګو کې خښه شوه چې باد ولګيده او شګې والوتلې. مينه مه يادوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای