CRI Online

هغه سندره چې نوم يې زما زړه سمندر ته ورته دی، او نورې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-01-18 14:42:26

ګرانو اوريدونکو، د چينی او بهرنی موسيقې پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلي کوم. تاسی به د پروګرام په دغه کړۍ کې د نامتو تايوانی سندرغاړې څای چين له خوا ويل شوې دوه سندرې واورئ او هيله ده چې تاسی ترې خوند واخلئ.

د تايوان سندرغاړې څای چين هميشه ننداچيانو ته د يوې پوخې او طبيعی ښاری ښځې بڼه ښيي او د هغې سندرې او څيره ډېره رومانتيکه او هوسا ده چې خلکو ته ارام احساسات رسوي. د هغې منځنی اواز هم زيات شمېر اوريدونکی راجلبوي. قدرمنو دوستانو، اوس به تاسی هغه سندره واورئ چې نوم يې دی زما زړه سمندر ته ورته دی. دغه سندره د څای چين له هغه تازه البوم څخه يو دی چې نوم يې دا دی مينه لکه سندره ده. په سندره کې څای چين په خپل نرم اواز يو ارام چاپيريال جوړوي چې اوريدونکی لکه د سمندر په غاړه د ښکلی سمندری څپي په ليدو او د سمندری باد په غوړيدلو سره احساسوی.

(سندره)

د سندرې شعر دا دی :

زما زړه سمندر ته ورته دی چې څپه يې کله ارامه او کله څپانده ده

کبان پکې لامبوی ، بادی کښتۍ پکې چليږي

زما مينه به قوی کيږي ،په پرله پسې نورو ته ورکول کيږي او نه پټيږي

تودوخه يې کنګل ويلی کيږي لکه په يخ ژمي کې لمر راخيژي .

(سندره)

څه وخت چې د څای چين سندره مو واوريده، خفه مو ليری شوه. اوس به د څای چين يوه بله سندره واورئ چې نوم يې د کلي تنګ لار دی. د هغې ارام اواز او د ګويتار او د خولی باجې غږونه د خلکو بوختيا ته طبيعی او اصلی احساسات رسوي. که تاسی هميشه په خپل کار بوخت ياست او له طبيعت سره د نژدی کېدو وخت نه لرئ، نو دغه سندره واورئ چې له څای چين سره يو ځای له طبيعی ښکلا څخه خوند واخلئ.

(سندره)

په سندره کې ويل کېږي:

د کلي په تنګه لار چکر وهم ، د مازيګر په مهال زوړ غويی زما ملګری دی

شين اسمان زما په زړه کې دی ، ښکلې وريځې د شفق جامه ده

د چوپان د سندرې غږونه په هوا کې څپې وهي

ګواکی د شپيلۍ ښکلی اوازونه اورېدل کېږي

د يوې ولسي سندرې په ويلو سره خپله خپه او ناخوښی په ماښامي وږمۍ کې

او د کلي په تنګه لار کې ورکيږي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای